کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلی، چې ګڼ شمېر تاریخی ځایونه بیا ځل رغول کیږی.
د راپور پر بنسټ د بامیانو اطلاعاتو او کلتور رییس د یونسکو موسسې له یو شمېر مسوولینو سره د ضحاک له تاریخی ښار څخه د لیدنې پر مهال ویلی، چې غواړی د دغې موسسې په همکارۍ د یاد ولایت تاریخی ځایونه بیا ورغوی.
هغه زیاته کړه چې د ضحاک ښار د یونسکو په نړیوالو فرهنګی میراثونو کې ثبت دی او په اوسنیو شرایطو کې د دغه ریاست لومړیتوب د یادو میراثونو ساتنه ده.
د یادونې وړ ده، چې د صلصال او شهمامه بودا، د ضحاک ښار، د غلغلې ښار، د ککرک بودا، د یکاولنګ ۴۰ برج، کافرقلعه، ۴۰ ستونه مغارې، د بودا شاو خوا مغارې، د بامیانو شاهی ښار او یو شمېر نور تاریخی ځایونه دی، چې له جدی ګواښ سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ