په ننګرهار کې هم د کورونا ناروغۍ د فوق العاده بودیجې څخه میلیونونه افغانۍ ورکې دی

په ننګرهار کې هم د کورونا ناروغۍ د فوق العاده بودیجې څخه میلیونونه افغانۍ ورکې دی

راپور: ذیشان ذهین

که څه هم د ننګرهار ولایت د هغو څو ولایتونو په لیست کې ندی شامل چې ویل کېدل د کوروناناروغۍ لپاره په ورکړل شوې بودیجه کې یې درغلی شوې ده، خو د ګهیځ موندنې ښکاروی چې دلته هم د کورونا ناروغۍ لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې د عامې روغتیا ریاست او ولایتی ادارې تر منځ شا او خوا درویشت میلیونه افغانۍ لادرکه دی، خو څوک حاضر ندی چې په اړه یې معلومات ورکړی.
په هېواد کې د کوروناد لومړۍ څپې د خپرېدو پرمهال لهپلازمېنې څخه ولایاتونو ته یوه اندازه پیسې ځانګړې شوې، تر څو له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې یېولګوی، خو د لنډې مودې تر تېرېدو وروسته په دغو پیسو کې د فساد د شتون او زیاتوالی په اړه د مدنی فعالینو او د چارو د یو شمېر څارونکو نیوکو زور واخېست او په اړه یې د پلټنو په نتیجه کې
د هرات، میدان وردګو، نورستان او بدخشان ولایتونو د هغه مهال والیان څارنوالۍ ته وروپېژندل شولخو تر اوسه په دې برخه کې د پلټنو پایلې جوتې نه شوې.
د هېوادد ختیځ زون په مرکز ننګرهار کې هم هغه مهال د کوروناناروغۍ د مرکز چارې د وری له ۱۶مې څخه د جلال آباد د حاجی کمپ په ودانۍ کې پیل شوی او د جوزا تر وروستۍ نېټې یې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې فعالیت درلود.
وروسته بیا د جون میاشتی په۲۱ مه په ننګرهار کې د کورونا روغتون ټولې چاری هېلت نېټ مؤسسې ته وسپارل شوې، چې د یادې مؤسسې ټول مالی لګښت د روغتیا نړېوالسازمان(WHO) له خوا له پیله تر اوسه ورکول کېږی.
بل خوا د ولایتی ادارې د خریدارۍ پلاوی او د عامې روغتیا ریاست د خدماتی مدیریت د غړی انجینیر مظفرالدین ستور په وینا په دغو دوه نیمو میاشتو کې چې د کورونا روغتون چارې د حکومت په لاس کې وې،ټولی ۷۵ پنځه اویا میلیونه افغانۍ په مصرف رسېدلې او ۷۵پنځه اویا میلیونه افغانۍنورې یې بېرته مرکز ته سپارل شوې دی، خو د ننګرهارد عامې روغتیا ریاست چارواکی بیا وایی چې د مصرف شوې بودیجې څخه یوه برخه له بې وزلو وګړو سره پر مرستې هم لګول شوې دی.
د ننګرهار پخوانی والی شامحمود میاخیل د ۱۳۹۹ لمریز کال د ثور په یوولسمه نېټه په یوه خبری ناسته کېرسنیو ته ویلی و چې ننګرهار په لومړی وار د کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره ۶۱ میلیونه افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده او نوموړې همدا رازا ویلی چې د سلو میلیونو افغانیو نورو پیسو د ورکړې ژمنه هم ورسره شوې وه.
د ننګرهار پخوانی والی د ادعاوو له مخې ننګرهار ولایت ته د کورونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره ټوله مرسته شوې پیسی۱۶۱یو سل او یو شپېته میلیونه افغانۍ کېږی.
پخوانی والی هغه مهال په خپلو خبرو کې زیاته کړې وه چې له دغو مرستو څخه یوولس میلیونه په مستقیمه توګه عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوی دی.
خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا دا نه منیچې د روغتیا ریاست ته دې پوره یوولس میلیونه افغانۍ له یاد کوډ څخه استول شوې وی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د خدماتو د مدیریت غړی انجینیر سید مظفرالدین ستور وایی چې د عامې روغتیا ریاست یوازې لس میلیونه افغانۍ چې عادی بودیجه وه، له روغتیا وزارت څخه ترلاسه کړې ده. انجینیر ستور زیاتوی:
“موږ ته د وزارت څخه لس میلیونه افغانۍ عادی بودیجه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۲۷ مه نېټه راغلې،چې د عامې روغتیا ریاست پرې د کورونا روغتون لپاره پنځه لویې خریدارۍ ترسره کړې دی.”
د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤولین ددې خریدارۍ تفصیل په لاندې بڼه وړاندې کوی:
لومړۍ خریداری د ۷ میلیونو ۳ لکه او ۳۴ زره افغانیو په ارزښت د لس قلمه طبی تجهیزاتو وه، چې د عمر سبحان شرکت سره یی د اخیستلو قرارداد ترسره شوی دی.دوهم قرارداد بیا د کورونا د مصرفی سامان الاتو لپاره په دوو دورو کې د ۹ لکه ۹۶ زره ۹۵۰ افغانیو په لګښت ترسره شوی. دغه راز درېیمه خریداری د عادی اختیاری بودیجې څخه د ۹ لکه ۲۰ زره ۵۸ افغانیو په ارزښت د پرچون سامان الاتو وه. د پرچون د سامان الاتو لوړ نرخ د بازارونو بندښت او هغه مهال د بیو لوړ والی له امله دی.
دغه ډول دغو لسو میلیونو څخه څلورمه خریداری د ۳۱ زره افغانیو په ارزښت د اوبو سیسټم او نورې پرچون خریدارۍ لپاره شوې ده.
او وروستۍ او پنځمه خریداری هم د ۱۳ ورځو لپاره د ۱ لک ۲۰ زره افغانیو په لګښت د خوراکی توکو مصرف وو، چې دا ټول پنځه قلمه خریداری۹ میلیونه ۴ لکه ۲۰۰۸ افغانۍ کېږی.
دغې خریدارۍ ته په کتو له هغه لس میلیونه افغانیو څخه چې د عامې روغتیا ریاست یې یادوی، ۵ لکه ۹۷ زره ۹۹۲ افغانۍ پاتې شوې دی، خو د عامې روغتیا ریاست او د کورونا روغتون مسؤولین پرته له دې چې کوم سند وړاندې کړی وایی، دا عادی بودیجه وه چې پاتې یې روغتیا ریاست پر نورو صحی برخو مصرف کړې ده.
بل اړخ ته د ننګرهار په ولایتی اداره کې له بېلابېلو سرچینو سره د اونیو اړیکو او هڅو سربېره هم د لګول شویو پیسو په اړه څوک خبرو ته چمتو نه شول، خو په همدې حال کې انجینیر سعید مظفرالدین ستور چې د کورونا روغتون لپاره د خریدارۍ برخه کې د ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست له لورې ګډ هیأت ټاکل شوی ؤ، وایی چې د ولایتی ادارې له خوا کورونا روغتون لپاره یواځې درې قراردادونه شوی دی.
په دغو قراردادونو کې یې لومړی د ۱۶ میلیونه ۹۷ زره ۵۳۰ افغانیو په ارزښت ۱۰۹ قلمه طبی تجهیزات، طبی وسایل او درمل اخیستل شوی دی.
په اوسط ډول د هرې وسیلې او درملو قیمت ۱ لک ۵۵ زره ۶۹۲ افغانیو څخه پورته راځی.
دا چې کوم ډول وسایل په دومره لوړه بیه اخیستل شوی؟ ولایتی ادارې سره د پرله پسې اړیکو وروسته مو بیا هم د دغې پوښتنې ځواب ونه موند.
د کورونا روغتون لپاره د ولایتی ادارې دوهم قرارداد د ۱۲۳ قلمه طبی تجهیزاتو، درملو او نورو وسایلو لپاره د ۱۸ میلیونه ۸ لکه ۱۴ زره ۸۶۰ افغانیو په ارزښت ؤ، چې په منځنی ډول د هر توکی بیه له۱ لک ۵۲ زره ۹۶۶ څخه پورته راځی. پهدغو بیو د وسایلو د اخیستلو د سپیناوی لپاره هم د ننګرهار ولایتی اداری مسؤولین زموږ دډېرو هڅو سربېره خبرو کولو ته حاضرنه شول.
دولایتی ادارې درېیم قرارداد د کورونا سنټر د بیا رغونې، ژورې څاه کیندنې، رنګمالۍ او د تشنابونو د جوړولو په برخه کې و چېدرې میلیونه او ۲ لکه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د دغو درې قراردادونو ترڅنګ ولایتی ادارې د حمل، ثور او جوزا میاشتې لپاره د ډاکټرانو، نرسانو، امنیتی کارکوونکو او کارګرانو معاشات ورکړی او بدل اعاشه یې هم ورکړې ده خو د کره ارقامو په اړه یې ولایتی ادارې د ډېرو هلو ځلو سره سره هم تفصیلات له ګهیځ سره شریک نه کړل.
د دغو درنو مصارفو د نه سپناویتر څنګ د دغې ترسره شوې څېړنې له مخې پدې منځ کې میلیونونه افغانۍ ورکې دی.
د ۲۰۲۰ میلادې کال د جون میاشتی په۲۵ پنځه ویشتمه نېټه ننګرهار پخوانی والی شامحمود میاخېل د یوې خبری ناستې پرمهال د کوروناسره د مبارزی لپاره دوی ته ټولې ورکړل شوی پیسی ۱۵۰ میلیونه افغانۍ وښودلې، چې د همدې حساب له مخې د عامې روغتیا ریاست لپاره ۹۱ کوډ څخه د ولسمشر له لورې ځانګړې شوې ۱۱ میلیونه افغانیو څرک تر اوسه معلوم نه دی.
په همدې خبری ناسته کې د ولایت پخوانی والی شامحمود میاخېل مصرف شوې بودیجه درې شپېته میلیونه افغانۍ وښودله، خو د ولایتی ادارې لخوا د خریدارۍ هیأت او د عامې روغتیا ریاست د خدماتی مدیریت غړی له ګهیځ سره په مرکه کې موږ ته وویل چې مصرف شوې بودیجه ۷۵ پنځه اویا میلیونه افغانۍ ده، په داسې حال کې چې نوموړی خپله وایی چې له ننګرهار څخه د والی شامحمود میاخېل تر تلو وروسته د کورونا په برخه کې نور لګښت نه دی شوی.
د ګهیځ د موندنو په اساس د دولت د فوق العاده بودجې د۹۱ کوډ څخه لېږل شوې ۱۱ میلیونه افغانۍ یوې خواته او تر هغې وروسته له۶۳ میلیونو څخه ۷۵ میلیونه افغانیو ته د مصرف د ډېرېدو ادعا چې ثبوتونه یې له موږ سره نه دی شریک شوی، په ټوله کې د در ویشت میلیونه افغانیو برخلیک نا معلوم دی.
د دغو ورکو شویو پیسو د معلومولو لپاره مو له بېلابېلو لارو له ولایتی ادارې سره اړیکه ونیوله، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.
هېره دې نه وی چې د کورونا لومړۍ څپې په اوج کې پخوانی والی شامحمود میاخېل د کوروناناروغۍ د صندوق په نامه د مرستو را ټولولو یوه لړۍ هم پیل کړې وه، چې نږدې ۳۷،۵ اووه دېرش نیم میلیونه افغانۍ یې ټولې کړې وې، خو میاخېل بیا ټینګار کوی چې دغه راټولې شوې مرستې یې د ډاکټر ایمل ذکی په مشرۍ د ۱۲۰ یو سل او شل رضاکارانوپه لاس پر نهه زره پنځه سوه اودېرش اړمنو کورنیو باندې وېشلې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.