کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت او ولسی وګړو له لوری په کور دننه او بهر د زمری میاشتې ۲۸مه په هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۴مې کلیزه ولمانځله.
سرپرست افغان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغان ولس ته د دې ورځې مبارکی ورکړې ده.
د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ورځې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې ورځ انګریزی اشغالګرو هېواد کې د درېیم ځل لپاره ماتې وخوړه. اعلامیه زیاتوی، چې افغان ولس په دې ورځ د نولسمې پېړۍ زبرځواک اشغالګر پوځونه د خپلو ځانی او مالی قربانیو په ورکړې سره له دې خاورې وشړل.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې سرپرست حکومت له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړی او هېڅکله به اجازه ور نه کړی، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شی.
له هېواده وتلو ډېری پخوانیو چارواکو او اشخاصو د دغې ورځې لمانځنه کړې او دغه ورځ یې له ویاړ ډکه بللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ