کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ ولایتی چارواکو ویلی، د لومړی ځل لپاره د حېرتان بندر له لارې روسیې ته د انګورو لومړنۍ جوپه ولېږدول شوه.
د راپور پر بنسټ د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول ویلی، چې دغه ۲ زره کارټنه انګور پرون روسیې ته ولېږدول شول.
د نوموړی په وینا، دغه تازه انګور په یخچالی موټرو کې د حېرتان بندر له لارې ازبکستان او له هغه ځایه روسیې ته لېږدول شوی. نوموړی زیاتوی چې د وروستیو میاشتو پر مهال له افغانستان څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د توکو لېږد زیات شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ