په شمالی وزیرستان کې د پوځ سره ۱۱ تنه کارکونکی مزدوران وژل شوی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د پاکستان امنیتی چارواکی وایی چې د شمالی وزیرستان په “شوال” سیمه کې په یوه چاودنه کې له پاکستانی پوځ سره ۱۱ تنه کارکوونکی مزدوران وژل شوی دی. ځایی رسنیو د یوه پوځی چارواکی له قوله چې نوم یې ندی په ډاګه شوی ویلی دی چې دغه کسان ټول د پوځ له خوا په جوړېدونکې یوې ودانۍ کې کار کاوه.
سرچینې زیاته کړې چې پر لاره روان د یادیو مزدورانو پر موټر په “میرکوټ” نومې سیمه کې د سړک تر غاړې ښخ شوی ماین چاودېدلی چې د هغه په وینا، په دې برید کې د ۱۱ تنو مزدورانو د وژل کېدو تر څنګ دوه نور زخمیان شوی هم دی.
که څه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دی ویلی خو د پاکستان موقت صدراعظم انوار الحق کاکړ دا پېښه غندلې او لیکلی یې دی چې د مزدورانو له کورنیو سره په غم کې شریک دی.
په دې وروستیوو کې په شمالی وزیرستان کې هدفی بریدونه، سړک غاړې بمی چاودنې او وسلوالې نښتې زیاتې شوې دی. بل خوا ځایی پولیس وایی چې د شمالی وزیرستان د دغه پېښې قربانیان د سویلی وزیرستان اوسېدونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.