کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملی دفاع وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېری ملی اردو ته جذب شوی او ټاکل شوې ده، چې دغه شمېر د راتلونکی کال ترپایه پورې ۱۸۰ زره کسانو ته ورسیږی.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، چې اوسمهال د تېر حکومت لسګونه افسران هم د دغه وزارت په لوړو بستونو کې دندې ترسره کوی.
دوی دغه راز ویلی، دفاع وزارت توانېدلی چې شاوخوا ۵۰ زره نظامی وسایط چې زغروال ټانګونه هم په کې شامل دی، بېرته ترمیم کړی.
د چارواکو په وینا کابل، بلخ، ننګرهار او غزنی کې د ملی دفاع وزارت په ملکیتونو کې جوړو شویو هټیو ته د کرایې کتابچې وېشل شوې، چې له درکه یې څه د پاسه ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ