کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې د شفری نسخو لیکل غیر اصولی کار دی او د عامې روغتیا وزارت د دغه غیر اصولی کار د مخنیوی لپاره په جدیت سره کار کوی.
د راپور پر بنسټ، د یو شمېر ډاکټرانو له لوری د شفری نسخو لیکل له کلونو راهیسې پاتې ستونزه ده، چې خلکو یې په اړه تل شکایت کړی، خو د عامې روغتیا وزارت وایی، له سرغړوونکو سره به قانونی چلند وکړی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو دغه راز زیاته کړې، چې د هېواد په کچه، په تېر یوه کال کې له ۳ زره ۸۹۰ خصوصی روغتیایی او عامه روغتیایی مرکزونو څخه څارنه او ارزونه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ