په لغمان کې بې ځایه شوې کورنۍ او د ولایتی شورا وکیل د کډوالو چارو ریاست په فساد تورنوی
راپور: محمد ګلاب ابراهیمی
په لغمان کې ددې ولایت د ولایتی شورا وکیل، بې ځایه شوې کورنۍ او ځینی خلک وایی چې د یاد ولایت د کډوالو چارو ریاست له دوی سره شوې مرستو کې درغلی کوی او دغه ریاست په فساد تورنوی.
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د اسلام آباد یوه کډه شوې کورنۍ وایی شاوخوا دوه کاله ېې وشول چې مهترلام ښار ته کډه شوی، څو ځله یې کډوالو ریاست ته عریضې ورکړی خو هېڅ اجرات پرې نه دی شوی.
د اسلام آباد څخه کډه شوی محمد غازی وایی سره لدې چې دلته د راکډه شویو او بې وزلو لپاره مرستې راځی خو حق حقدار ته نه سپارل کېږی.
نوموړی وایی د څو پرلپسې عریضو څخه وروسته چې ده، کډوالو ریاست ته ورکړې خو بیا هم پدې دومره موده کې دی ندی بریالی شوی چې مرستې ترلاسه کړی، خو نوموړی دعوه کوی چې خپله دا ستونزه یې له بلې لارې حل کړې او د رشوت د ورکړې په بدل کې یې مرسته ترلاسه کړې ده.
محمد غازی وایی چې: “خپله ستونزه مې د کور خوا کې له یوه ګاونډی سره شریکه کړه، د ګاونډی مېرمنې راته وویل زما یو ورور دی که غواړې چې مرسته ورسره نیمایی کړې، نو زه به ورته ووایم چې د سروې ټیم ستا کور ته ولېږی، کور دې سروې کړی او مرسته درکړی او ما هم دا خبره ورسره ومنله ځکه چې زه یو فقیر سړی یم، ماته لږې پیسې هم ډېرې دی.”
دغه کډوال زیاتوی چې دوه کاله کېږی چې د الیشنګ ولسوالۍ له اسلام آباد کلی نه د جنګونو له امله کډه شوی دی، او څلور عریضې یې د لغمان د کډوالو چارو ریاست ته ورکړې خو هېڅ مرسته ورسره ونشوه.
محمد غازی وایی چې کله یې له خپلې ګاونډۍ سره خبرې وکړې او له هغې سره یې ومنله چې مرسته شوې پیسې به د هغې له ورور سره نیمایی کوی، په سبا یې د سروې کسان کور ته راغلل کور یې راته عکاسی کړ، سروې یې وکړه بله ورځ یې زنګ راغی چې ورغلم ۱۵۰۰۰ افغانۍ راسره مرسته وشوه، هغه کس ترې ۷۰۰۰ ماته پرېښودې او نورې یې په خپله واخیستې.
د الیشنګ ولسوالۍ څخه دغه کډوال همدارنګه وایی چې: “په بله سروې کې ۱۲۰۰۰ افغانۍ وې، بیا مې ۵۰۰۰ افغانۍ هغه کس ته ورکړې ۷۰۰۰ افغانۍ ترې ما واخیستې، درېیم ځل هم په سروې کې زه شامل وم خو بیا پیسې رانغلې.”
دی وایی چی دلته نه یوازې دی پدې برخلیک ندی اخته شوی، بلکې ډېری نورې کورنۍ هم وې چې همداسې ورسره د نیمایی خبره شوې وه، خو چا حال نه ویلو.
محمد غازی همدارنګه زیاتوی چې که حکومت دده ملاتړ وکړی، دی حاضر دی چې دا کس حکومت ته ور وښایی او مخامخ ورباندې شاهدی هم ووایی چې دې سړی ورسره د مرستې پیسې نیمایی کړې دی.
غازی دعوه لری چې دا سړی د کډوالو چارو ریاست سره اړیکه لری، ځکه چې دده په خبره د شپې یې ورسره د پیسو د نمیایی کېدو خبره ومنله او سهار د سروې کسان دده د کور سروې ته راغلل او د تېر کال په همدې شپو ورځو کې ورسره مرسته وشوه.
نه یواځې له غازی سره د مرستو پیسې نیمایی شوی، بلکې د الیشنګ سیلاب درې څخه کډه شوی محمد ابراهیم سره هم همدا عمل تکرار شوی دی.
محمد ابراهیم وایی دوی د جګړو له وېرې مهترلام ښار ته کډه شول او د کډوالو چارو ریاست سره یې خپل نومونه ثبت کړل څو مرسته ورسره وشی، خو کله چې یې کور ته د سروې ټیم ځی اول کې ورسره د پیسو د نیمایی کېدو خبره شرط ایښودل کېږی.
نوموړی کیسه کوی چې کله له سروې وروسته ورته زنګ راځی او د مرستې اخیستو ته غوښتل کېږی، نو دوه سوه ډالر ورسره مرسته کېږی، خو سل ډالر د ته ورکول کېږی او سل ډالره ورنه د مهاجرینو ریاست اړوند کسان بېرته اخلی.
نوموړی وایی چې بل ځل ورسره د غیر خوراکی توکو مرسته وشوه او هغه هم په همدې بڼه ورسره نیمایی شوه.
محمد ابراهیم نېغ په نېغه تور لګوی او وایی دغه کسان چې مرستې نیمایی کوی، د کډوالو چارو ریاست اړوند مامورین او کار کوونکی دی.
دغه بې وزله کډوال وایی: “موږ د جګړو له وېرې مهترلام ښار ته په بد وضعیت کې کډه شوو، دا نو تېر کال همدا شپې ورځې وې، کله چې سروې والا راغلل، ماته یې وویل چې تاسو ته دوه سوه ډالر درکول کېږی، خو سل یې بېرته درنه موږ اخلو، ما ورسره ځکه دا خبره ومنله چې ماته سل ډالره هم زیات ؤ، بل ځل یې ژمنۍ مرستې راکړې؛ لکه: پټوګان، جرابې، کمپلې او داسې نور غیر خوراکی توکی، هغه یې هم راسره نیمایی کړل، د مهاجرینو ریاست اړوند کسان ټول غله دی دوی د مظلومانو حق خوری.”
پر دې سر بېره د مهترلام ښار اوسېدونکې یوې مېرمنې هم د نوم د نه افشا په شرط د لغمان ولایت د کډوالو پر ریاست تور پورې کړ چې ددې ریاست کارکونکو ورسره نقدی مرسته نیمایی کړې ده.
د مهترلام بابا دښتې ته کډه شوې دغه مېرمن چې د څلورو ماشومانو مور ده وایی د کډوالو چارو ریاست کارکوونکو ورسره مرسته شوې پیسې نیمایی کړې دی.
نوموړې وویل خاوند یې مړ دی، واړه واړه ماشومان ور د غاړې دی، چې لاس ته یې یوه روپۍ هم راځی له مجبورۍ یې اخلی.
دا مېرمن خپله کیسه داسې کوی: “د کډوالو چارو ریاست اړوندو انجینیرانو چې کورونه یې سروې کول، زما کور یې هم سروې کړ، خو شرط یې راباندې کېښود چې موږ درته ۱۲۰۰۰ افغانۍ درکوو، پدې شرط چې ۶۰۰۰ زره افغانۍ ترې بېرته موږ ته راکړې، ما هم ورسره ومنله، بله ورځ یې راته زنګ وواهه چې لاړم ۱۲۰۰۰ افغانۍ یې راکړې ګوته مې ورته په یوه پاڼه کې ولګوله، بیا مې ۶۰۰۰ زره افغانۍ هماغه انجینیر ته ورکړې، همداسې ترې کور ته راغلم.”
پر دې سر بېره چې دا څو کورنۍ وایی د مهاجرینو ریاست اړوندو کسانو له دوی سره شوې مرسته نیمایی کړې، خو ځینې کورنۍ دا هم وایی چې نوموړی ریاست حق حقدار ته نه سپاری، مرستې هغه چاته ورکوی چې د دوی نږدې خپلوان یا له دوی سره ارتباطی کسان وی.
د الینګار ولسوالۍ د کچور څخه یوه کډه شوې مېرمن ګل پری چې د څو یتیمانو مور ده او خاوند یې په یوه چاودنه کې وژل شوی، وایی درې کاله کېږی له خپلې سیمې مهترلام بابا دښتې ته کډه شوې خو تر اوسه پورې ورسره هېڅ ډول مرسته نده شوې.
نوموړې وویل څو ځله یې د خپلې بې وسۍ اوغریبۍ په اړه مهاجرینو ریاست ته عریضې ورکړی خو پدې دریو کلونو کې یې هېڅ ډول مرسته نده تر لاسه کړې.
دغه کونډه وایی: “د کډوالو، بې وزلو، جنګ ځپلو او کونډو په نامه مرستې راځی خو اړوندو کورنیو ته نه ورکول کېږی، حیرانه دې ته یم چې دا مرستې چاته ورکول کېږی؟ کونډه زه یم، بې وسه او جنګ ځپلې زه یم، کډواله زه یم خو دا مرستې چاسره کېږی او چاته ورکول کېږی نه پوهېږم، د خدای لپاره پدې دریو کلونو کې ماسره د یوې ډوډۍ مرسته نده شوې. ”
په ورته وخت کې د لغمان د ولایتی شورا یو برحاله وکیل محمد ظاهر حسین خېل هم د کډوالو پر ریاست نیوکه کوی وایی چې دې ریاست کې حق حقدار ته نه سپارل کېږی.
نوموړی وایی پدې اداره کې دا مرستې هغه چاته ورکول کېږی چې ددې ادارې له کارکوونکو سره خپلوی، دوستی او نږدې اړیکې ولری.
ښاغلی حسین خېل هم تأییدوی چې دلته مرستې له بې وزلو سره نیمایی کېږی چې دا د کډوالو ریاست د فساد یو ښکاره ثبوت دی.
نوموړی زیاتوی: “کله چې موږ ته کډوال، غریب، بې وزله او فقیر خلک راځی، موږ یې ستونزه د کډوالو ریاست سره شریکوو، د دوی عریضې نوموړی ریاست ته لېږو، خو بېرته یې چې تعقیبوو هېڅ مرسته یې نه وی ورسره کړې، په بار بار موږ بې ځایه شوې کورنۍ، بې وزله کورنۍ کډوالو ریاست ته معرفی کړې خو دوی مرستې حقدارو ته نه ورکوی، بلکې په خپلو کې سره یې وېشی.”
بل خوا ته مېرمن ګل نار چی د نهه ماشومانو مور ده او خاوند یې مړ دی، دا هم وایی چې څو څو ځله یې د کډوالو چارو ریاست ته عریضې ورکړې خو مرسته ورسره نده شوې.
نوموړې وایی یوازې یو زوی لری چې په ښار کې کراچۍ چلوی او هغه هم نشی کولای چې د ټول کور اړتیا پوره کړی خو هېچا یې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.
دا وایی: “خاوند مې مړی دی، خپله په یو داسې کور کې اوسېږم چې نه په باران د پټیدو یو او نه د سیلابونو څخه پناه لرو، چهاردېوالی نلری، تشناب نه مو د پنا په خاطر ټوټې تاوې کړې دی، تر موږ بل څوک بې وسه نشته بیا نو ولې له موږ سره مرستې نه کېږی؟”
پر کډوالو او ولایتی شورا پر وکیل سر بېره، په دې ولایت کې له بې وزلو سره د ملاتړ ټولنې په نامه یوې مؤسسې مسؤول محمد ایوب انوری هم وایی چې د لغمان د هرې برخې څخه چې داخلی بې ځایه شوی مهترلام ښار ته راځی موږ یې له ځان سره ثبتوو او همداراز بې وزلې کورنۍ هم له موږ سره ثبت وی خو کله چې موږ د کډوالو چارو ریاست ته دوی معرفی کوو، نن په سبا راته ګپ راکول کېږی او کډوالو ته مرستې نه ورکوی.
نوموړی زیاتوی: “موږ چې کله بې وزله کورنۍ یا داخلی بې ځایه شوې کورنۍ مهاجرینو ریاست ته لېږو، یا دغه موضوع له نوموړی ریاست سره شریکوو چې په دغه کلی کې داخلی بې ځایه شوې یا بې وزله کورنۍ موجودې دی، موږ ته وایی چې مونږ د سروې ټیم لېږو، خو هسې ګپ راکوی، دلته حق حقدار ته نه سپارل کېږی موږ سره هم دوکه کېږی.”
خو بل لوری ته بیا ددې ټولو پورته تورونو په اړه د لغمان د کډوالو چارو رئیس انجینیر شاکرالله شاکر بیا وایی چې دوی په دوو برخو کې مرستې وېشی یو راستانه شویو کډوالو ته او بل بې ځایه شویو کورنیو ته او په ځینو وختونو کې د بېلابېلو مؤسساتو په مرسته بې وزلو سره هم مرستې کوی چې د دواړو ډلو لپاره بین المللی ادارې او حکومت ترمنځ یو طرزالعمل موجود دی.
نوموړی پدې اداره باندې د شاوخوا پنځوسو څخه زیاتې مستندې مرکې، د ولایتی شورا د وکیل نیوکې چې دا اداره په فساد تورنوی همداراز د بېلابېلو مدنې ټولنو او اړمنو کورنیو چې وایی دلته مرستې نیمایی کېږی ټول تورونه ردوی او وایی چې د دوی ټولې مرستې اړوندو کورنیو سره ترسره شوې دی.
نوموړی څخه موږ وپوښتل چې دلته عملاً داسې کورنۍ شته او موږ سره یې مرکې کړی او ادعا کوی چې ماسره د کډوالو ریاست اړوند کس مرسته شوې پیسې نیمایی کړې ،تاسو پدې اړه څه وایئ؟
نوموړی وویل چې د الیشنګ په مرستو کې د همکارۍ په موخه موږ ته د ولایتی ادارې له خوا شپږ تنه مدنی فعالان او مشران معرفی شول، د هغوی دنده دا وه څو مونږ ته اړمنې کورنۍ مشخصې کړی، که له دوی نه چا دا کار کړی وی نشم ویلی.
د لغمان د کډوالو چارو رئیس انجینیر شاکرالله شاکر وایی: “په لغمان کې تقریباً دېرش زره کورنۍ راستنې شوې دی، همدارنګه پدې کې داخلی بې ځایه شوی او بې وزله دی چې پدې کې موږ ۲۳ زره کورنیو ته مرستې رسولې دی، کېدای شی چې ځینې کورنۍ له مرستو پاتې وی او شکایت ولری خو په ټوله کې موږ حق حقدار ته رسولی، موږ د ولایتی شورا سره همغږی لرو او په ټولو مرستو کې د دوی استازی له موږ سره وی. ”
د لغمان ولایت د کډوالو چارو رئیس په دې مرکه کې له ولایتی شورا سره په مکرر ډول پر همغږۍ ټینګار کوی په داسې حال کې چې د ولایتی شورا وکیل محمد ظاهر حسین خېل د کډوالو چارو ریاست په فساد کې ښکیل یادوی.
بل اړخ ته د مهاجرینو رئیس په داسې حال کې اړوندو کورنیو ته د مرستو رسولو خبره کوی چې زمونږ مرکې ښکاروی چې لا هم په لغمان کې اړمنو، بې وزلو او غریبو ته حق نه دی رسېدلی او هره کورنۍ وایی چې دوی سره نه د مهاجرینو ریاست او نه د کومې بلې ادارې لخوا مرستې نه دی شوې.
گهیځ