د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پولیو ضد واکسین پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ویروس ضد د واکسین کمپاین نن د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پیل شو.
د پولیو فری افغانستان په نوم ویبپاڼې پرون د دغه کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی او ویلی یې دی، چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین به د افغانستان له پنځو شمالی ولایتونو، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان او همدارنګه په جنوب کې له ارزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې نن پیل او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړی. ویل شوی چې په دغو ولایتونو کې به د پولیو د واکسین کمپاین یوه اونۍ وروسته پیل شی.
د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې، د پولیو پنځه مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوی، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت پورې تړلې دی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دی چې تر اوسه په کې پولیو ویروس نښې شتون لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.