ایرانی پلاوی هلمند سیند کې د اوبو کچې کمېدل منلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالی حسن کاظمی قمی ویلی‌ د ایران د اوبو برخې متخصصانو تایید کړې چې سږکال په زمری میاشت کې د هلمند سیند د اوبو کچه له نورمال اوبیز کاله کمه وه.‌
هغه دا څرګندونې د ایران‌ د یوه فنی‌ پلاوی لخوا د افغانستان د ارزګان په دهراوود کې د اوبو کچې مالومولو تمځای له کتنې یوه اونۍ وروسته کړې، خو قمی پر دې هم ټینګار کړی چې په هر صورت دې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران حقابه په سمه او عادلانه ډول ورکړل شی.
هغه پر خپله ‏ټویټر پاڼه لیکلی د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون له مخې ایرانی پلاوی ته په دهراوود کې د اوبو کچې ارزولو تمځای د کتلو اجازه ورکول په باور جوړونه او ښه ګاونډیتوب کې د کارنده تعاملاتو پیل لپاره مثبته نښه ده.
هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت سیستان سیمې ته له هلمند سیند او له هغې پرته د څښلو اوبو د تامین پر ګڼو پروژو کار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.