کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۰ مه نېټه):
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې د تېر یوه کال په موده کې یې ۸۵۰ نوی استادان په پوهنتونونو کې په دندو ګمارلی دی، چې ډېری یې د اسلامی ثقافت مضمون د تدریس په موخه جذب شوی دی.
د دغه وزارت چارواکو ویلی، هڅه کوی چې په لنډ وخت کې علمی اړتیاوې پوره او افغانستان په علمی ډګر کې په خپلو پښو ودریږی.
دوی دغه راز ویلی، چې دغه وزارت په هېواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې ۳ د دوکتورا او ۱۵ د ماسټرۍ نوی پروګرامونه پیل شوی، چې په دې سره اوسمهال د هېواد په کچه ټولټال ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ پروګرامونه پیل دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ