د کونړ ولایت تر ځمکې لاندې قیمتی ډبرې په ناقانونه توګه را ایستل کېږی او بهر ته قاچاق کېږی

د کونړ ولایت تر ځمکې لاندې قیمتی ډبرې په ناقانونه توګه را ایستل کېږی او بهر ته قاچاق کېږی

راپور : ذبیح الله لاروی
د کونړ ولایت چپې درې، ماڼوګۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې قیمتی ډبرې په غیر مسلکی او غیر قانونی ډول اېستل کېږی او بیا ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږی او ویل کېږی چې پولیس هم پدې قاچاق کې ښکیل دی.
د کونړ ولایت د قیمتی ډبرو د سوداګرو ټولنې مشر عزت الله حقمل وایی اټکل کېږی چې یوازې په کونړ کې د یوه کال په موده کې له پنځه میلیونو ډالرو نه زیات کاڼی د ځمکې له خېټې رایستل کېږی او زیاته برخه یی په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته وړل کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې ځینی وګړی د نوم نه ښودلو په شرط وایی چې ددې قیمتی ډبرو له خرڅلاوه تر لاسه شوې یوه اندازه پیسې ځایی وسله والو ډلو او یو شمېر حکومتی چارواکو ته هم رسېږی.
د کونړ او نورستان په غرنیو سیمو کې بېلا بېل ډوله قیمتی کاڼی شته چې یو کاڼی یې په زرګونو ډالره ارزښت لری.
چپه دره د کونړ هغه ولسوالی ده چې د مرکز اسعد آباد څخه شا او خوا پنځوس کیلومتره لرې ده او ځینی قیمتی ډبرې؛ لکه: بیروچ، بیرل او تښتې پکې پیدا کېږی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې د قیمتی ډبرو د غیر قانونی کېندنو او قاچاق له لارې یوه اندازه پیسې د ځایی وسله والو ډلو، په ګډون د یو شمېر ځایی خلکو او حکومتی چارواکو جیبونو ته هم ورځی، او دغه سیمه له همدې امله نا آرامه ساتل شوې ده.
د سیمې خلک وایی له کلونو راهیسې دغه قیمتی کاڼی په غیر فنی او غیری قانونی ډول د بمونو او برمو په مټ په بې رحمۍ ویستل کېږی، او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږی.
دغه خلک ادعا لری چې دغه غیر قانونی کېندنې یوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې ندی روانې، بلکې د حکومتی پوستو او ولسوالۍ سره نژدې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې هم په رڼا ورځ دا ډول کیندنې روانې دی.
دوی ادعا کوی چې دغه معدنونه د چپې درې ولسوالۍ د مرکز په پنځه سوه مترۍ کې موقعیت لری، خو تر اوسه یی حکومتی چارواکو د بندولو لپاره کوم ګام ندی پورته کړی.
د ضیا الرحمن په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وایی: “د قیمتی ډبرو یو شمېر کانونه د ولسوالۍ له مرکز نه پنځه سوه متره لیرې پراته دی، دغه ساحه کې د حکومت حاکمیت دی، له غره نه اخواته د طالبانو سیمې دی، طالبان خپل ټکس اخلی، دوی د شپې راځی او خپله برخه اخلی، دوی په هر یو کان کې پنځه او شپږ برخې لری، حکومت هم خپلې برخې لری، که حکومت ته خپلې برخې ورنه کړی دغه قیمتی ډبرې بیا د حکومت په سیمه نشی راوړلای”.
نوموړی همدا راز یو شمېر پولیس د قیمتی ډبرو په قاچاق کې ښکلیل بولی او وایی کله چې په کوم کان کې قیمتی ډبرې راووزی د یو شمېر پولیسو له لورې د رینجر موټرو په مرسته د کونړ مرکز او بیا نورو ګاونډیو هېوادونو ته استول کېږی.
نوموړی زیاتوی چې کله چې په کوم کان کې قیمتی ډبرې تر لاسه شی، په همدې عمومی سړک په حکومتی رینجرو او د قومندانانو په موټرو کې وړل کېږی، دوی ترې خپل کمیشن اخلی او دا قیمتی ډبرې لومړی اسعد آباد او بیا له هغه ځایه ګاونډیو ولایتونو او نږدې هېوادونو ته رسول کېږی.”
ځایی اوسېدونکی د طالبانو تر څنګ دولتی چارواکی هم تورنوی چې د قیمتی ډبرو له دې کانونو خپله غوښنه برخه تر لاسه کوی او له همدې امله د غیر قانونی کېندنو مخه نه نیسی.
د چپې درې ولسوالۍ یو اوسېدونکی حنیف الله پدې اړه وایی: “زموږ په ولسوالۍ کې چې کوم کاڼی په ناقانونه ډول را ایستل کېږی، دغلته ټول وسله وال طالبان دی، ددغو کاڼو زیاته ګټه وسله والو طالبانو ته ځی، ځایی چارواکی او یو شمېر قومی مشران هم په کې برخه لری او خپلې ګټې یې په نظر کې نېولې. هڅه کوی چې د دوی ګټو ته زیان ونه رسېږی، نو ځکه یی دغه سېمه نا امنه کړې ده.”
بلخوا د کونړ د امنیه قوماندانۍ مسؤولین بیا په داسې حال کې چې د ولایت په کچه د نا قانونه کېندنې او قاچاق منی خو د خلکو دا تورونه ردوی چې حکومتی چارواکی او پولیس د قیمتی ډبرو په قاچاق او نا قانونه را اېستلو کې لاس لری. دوی وایی په هغو سیمو کې یې د قیمتی ډبرو د استخراج مخه نیولې چې د حکومت تر ولکې لاندې دی. دوی همدا راز د قیمتی ډبرو قاچاق د مخنیوی په برخه کې هم خپلې هڅې یادوی او وایی د قاچاق وړونکو څخه یې زیاته اندازه قیمتی ډبرې تر لاسه کړی.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان وایی: “موږ دغه ټول تورونه ردوو، که چا سره داسې کوم ثبوت او شواهد وی چې ښکاره کړی د امنیتی ځواکونو په موټرو کې قاچاق کېږی، موږ سره دې یې شریک کړی، مونږ به مجرم له رینجر سره عدلیی او قضایی ارګانونو ته معرفی کړو. موږ یوازې په تېره میاشت کې لږ تر لږه تر سلو کیلو ګرامه قیمتی او نیمه قیمتی ډبرې چې په ناقانونه توګه قاچاق کیدلې له کسانو سره یې نیولې دی، موټرې یی اوس هم په ګمرک کې ولاړې دی.”
ښاغلی دهقان وایی چې په هغو سیمو کې به د قیمتی ډبرو قاچاق موجود وی چې د حکومت تر ولکې لاندې نه دی او وسله وال طالبان په کې مېشت دی.
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه زیاتوی: “د قیمتی ډبرو قاچاق به وی، خو په هغو سیمو کې چې د حکومت تر حاکمیت لاندې نه دی. داسې نا امنې او پراخې سیمې دی؛ لکه: د چپې درې “دیګل دره “چې یوه اوږده دره ده، آن لغمان سره د تلو راتلو لارې لری، که د غرونو له لارو قاچاق شوی وی هغه مونږ نه ردوو.”
بل لور ته د جمهوری ریاست په غوښتنه دوه کاله وړاندې په کونړ کې د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو د سوداګرو یوه ټولنه جوړه شوه او موخه یې هم دا وه تر څو د دغو قیمتی ډبرو پروسس او انتقال ته یوه قانونی لاره جوړه کړی.
دا ټولنه د ختیځو څلورو ولایتونو له سوداګرو جوړه ده چې اوس هم شته، خو غړی یې له حکومته ګیله من دی چې ورسره کړې ژمنې یی نه دی عملی شوې او اوس هم د دولت هغه طرزالعمل ته په تمه دی چې له مخې به یی دغه قیمتی ډبرې قانونی استخراج او په کور دننه پروسس کېږی.
ددې ټولنې د مشر عزت الله حقمل په وینا چې حکومت پرې د قیمتی ډبرو د پروسس ماشینونه راوړل، استاذان یې پرې ونیول، یو دولتی مارکیټ یې پرې وران کړ تر څو پرې دوی ته مارکیټ جوړ کړی خو یو کار هم تر سره نشو.
نوموړی وایی: “د حکومت لخوا راکړل شوی دفتر هم رانه وران شو، اوس د بل دفتر غوښتنې کوو خو چارواکی هېڅ ځواب نه راکوی، موږ سره حکومت ژمنه کړې وه چې شپیته سلنه امتیاز به راکوی خو اوس یی د ټولنې د تخریب هڅې پیل کړی او بس.”
د ښاغلی حقمل په وینا دا ټولنه د حکومت په خوښه جوړه شوه، چې په پیل کې یی ورسره پراخې ژمنې وکړې خو اوس یی بیا د کار څرک نه لیدل کېږی.
نوموړی وایی چې: د ټولنې تر جوړېدو وروسته د کونړ او نورستان د هغه وخت والیانو(عبد الستار میرزکوال او حافظ عبدالقیوم) امریکا او تایلینډ ته سفرونه وکړل هلته یی د همدې قیمتی ډبرو په تړاو ټرینینګونه واخیستل. دوی له راتلو وروسته د دېرشو ماشینونو وعده وکړه چې راروان دی، همدارنګه ویل یې چې دېرش کسان به تایلینډ ته د زده کړو لپاره ولېږو هلته به ټرینینګ واخلی، دلته یې د پوهنځی وعده هم کړې وه، چې په لس جریبه ځمکه کې به یی جوړېږی، خو تر اوسه د هېڅ یوه کار څرک نه لیدل کېږی.
د کونړ اوسنی والی محمد اقبال سعید بیا وایی چې حکومت ژمن دی چې د قیمتی ډبرو غیر قانونی کیندنې ودروی او په قانونی توګه یی استخراج پیل شی.
ښاعلی سعید وایی راروان کال به د قیمتی ډبرو مارکیټ ته په ځانګړې شوی ځای کې یوه دوه منزله ودانۍ جوړه شی، چې په دې سره به د قیمتی ډبرو غیر قانونی کیندنې او قاچاق پای ته ورسېږی.
د کونړ والی زیاتوی چې مرکزی اداره ژمنه ده چې د قیمتی ډبرو استخراج ته قانونی بڼه ورکړی. د معدنونو په قانون باندې کار روان دی چې ډېر ژر به تعدیل او عملی جنبه به غوره کړی. په راروان کال کې د معادنو وزارت په پام کې لری چې مارکیټ ته په مشخصه شوې ساحه کې یو دوه منزله تعمیر جوړ کړی، نو بیا به دغه تیږې چې اوس د قاچاق په شکل ځی دا به بیا قانونی بڼه ولری.
والی همدار راز زیاتوی چې په دې مارکیټ کې به د مالیې وزارت او معادنو وزارت استازی وی او دلته به ترې ریالټی اخیستل کېږی او بیا به یو سند ورکول کېږی چې بیا به ددغه سند مطابق دوی کولای شی دغه کاڼی هر چېرته انتقال کړی.
بل لور ته د کانونو او پټرولیم وزارت وایی چې په ټول هېواد کې یې د غیر قانونی کیندنو سیمې مشخصې کړې او د غیر قانونی کیندنو د مخنیوی لپاره یې اقدامات کړی دی چې لسګونو ځایه یې د غیر قانونی کیندنو مخه هم نیولې ده او هڅه کوی د ولسی مشارکت په مټ د نورو دغسې غیر قانونی کیندنو مخه هم ونیسی.
د دې وزارت ویاند قدیر مصطفی وایی: غیر قانونی کیندنې که د هېواد هره برخه کې وی، زمونږ لپاره مهمه ده، مونږ په دې برخه کې د عمل پلان لرو، د محافظت کمېټه لرو او همدارنګه د افغانستان د امنیتی ارګانونو سره په همغږۍ د غیر قانونی کیندنو د مخنیوی برخه کې اقدامات د لاس لاندې لرو.
نوموړی زیاتوی چې په کومو سیمو کې چې د خلکو له لوری غیر قانونی کیندنې تر سره کېږی، غواړو هغه قانونمندې کړو، په کومو سیمو کې چې وسله وال مخالفین او یا هم زورواکی دی، مونږ به د خپل قوت نه ګټه اخلو چې هغو سیمو کې یې مخه ونیول شی، مونږ ډېری داسې سیمې تشخیص کړې چې هلته غیر قانونی کیندنې کېږی چې په هغې کې کونړ ولایت هم شامل دی او په کومو سیمو کې چې عمدتا د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو استخراج شته، ددې د مخنیوی لپاره د امنیتی ارګانونو سره همغږی لرو.
سره له دې چې د ملی شتمنیو ساتنه د خلکو او دولت ګډ مسؤولیت دی او هر څوک باید د ملی شتمنیو ساتنه وکړی، خو کتونکی پدې باور دی، چې د کانونو او پټرولیم د وزارت او اړونده نورو دولتی ادارو د بې پروایۍ له امله د هېواد په ډېرو ملی شتمنیو د لوټ او تالان لړۍ پیل شوې ده، چې د کونړ او نورستان قیمتی ډبرو له کانونو څخه خپل سرې کیندنې یې یوه ستره بېلګه ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.