کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تهران کې افغان سفارت د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړی دی.
د راپور پر بنسټ، یاد وزارت ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په بهر کې د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش بهیر په عادی ډول پیل شی.
راپور زیاتوی، چې د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلی، د دغه فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام له سپارښتنې سره سم په ایران کې د پاسپورټ لپاره د افغان کډوالو د اړتیاوو د حل لپاره په تهران کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل کړ.
دغه راز په پام کې ده، چې لومړی د پاسپورتونو د وېش بهیر هغو نویو زېږېدلیو ماشومانو ته پیل شی، چې الکترونیکی تذکره یا هم د کوربه هېواد اقامتی سند ولری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ