کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۱ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې نن سهار د جنوبي وزیرستان د شولام خیسو په سیمه کې د پوځ په دوو موټرو وسلوالو برید کړی دی.
دغو رسنیو ته امنیتي چارواکو د نوم نه ښودل په شرط ویلي، چې د وسلوالو سره په نښته کې د پوځ د یو افسر په ګډون ۱۱ نور پوځیان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، سیمه کې یې تر دغه برید وروسته محاصره کړې او د لټون عملیات یې په کې پیل کړي دي.
د پاکستاني طـ.ـالـ.ـبانو تحـ.ـریـ.ک یا (ټي ټي پي) د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د شولام خیسو په برید کې ۱۸ پوځیانو ته مرګ -.ژوبله اړولی ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/