کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې په تېر کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۶ ولایتونو کې لس تاریخی ځایونه سروې کړی دی.
نوموړی وایی، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲ سوه ۳۲ نوی تاریخی آثار ثبت شوی دی.
نوموړی وویل چې دغه وزارت له هېواد څخه د تاریخی آثارو د قاچاق د مخنیوی په موخه ګړندۍ هڅې کړی او د تاریخی ابداتو د بیارغونې په موخه هم کوټلی ګامونه اخیستل شوی دی.
هغه وویل په ۱۴ ولایتونو کې د ځوانانو هغه تعلمی مرکزونه بېرته فعال او تجهیز شوی، چې ځوانانو به په کې په مختلفو برخو کې زده کړې کولې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ