افغان حکومت وایی، د ترانزیټی پروژو د پلې کېدو لپاره یې هڅې چټکې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال د افغانستان له خاورې، له منځنۍ اسیا، سوېلی اسیا ته د انرژۍ د ټرانیزټی پروژو د عملی کېدو لپاره د هڅو له زیاتوالی خبر ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ، د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت ویلی، چې په نږدې راتلونکی کې به د کاسا زر، ټاپ، ټاپی او ټو ټاپ پروژو عملی چارې پیل شی.
مسوولینو ویلی، چې د دغو پروژو د عملی چارو له پیل سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شی.
د ریاست الوزرا د اقتصادی معاونیت د معلوماتو پر بنسټ، د کاسا زر، ټاپی، ټاپ او ټوټاپ پروژو عملی کېدل به د اقتصادی پراختیا سربېره افغانستان د ټرانزیټ له لارې هر کال له پام وړ عوایدو هم برخمن کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.