لوګر کې د کرومایټو د یو ستر کان د کیندلو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلی، چې د دې ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د یو خصوصی شرکت لخوا د کرومایټو د یو سترکان د کیندلو چارې نن پیل شوې.
د خبر پر بنسټ هغه مراسم چې پر همدې موخه د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د شکار کلا په سیمه کې نیول شوی وو، په کې د یادې ولسوالۍ د امنیې قوماندان سربېره، د لوګر د کانونو او پټرولیم رییس، د سورغر زابل د کان کیندنې د پروسېس شرکت مرستیال او د ودانیزو او سړک جوړونې شرکت مرستیال نقیب الله هم ګډون کړی وو.
یاد کان چې نږدې یو کیلو متر مربع مساحت لری، د ۵ کلونو لپاره د سورغر زابل د کان کیندنې د پروسېس شرکت سره رسمآ قرار داد شو.
د قرار داد له مخې د کان کیندلو په جریان کې د هر ټن کرومایټ پر سر به ۱۱ زره ۳۵۰ افغانۍ د حکومت بودیجې د تحویلولو او یو شمېر ځایی خلکو ته د کاری زمینې د برابرېدو سربېره یو لړ رغنیزې پروژې به پلی شی او همدارنګه د حافظ ودانیزو او سړک جوړونې شرکت لخوا له کندهاره د زابل تر شهر صفا پورې به ۳۷ کیلومتره سړک هم په پاخه ډول جوړ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.