د کونړ ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې په اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ خبرې کېږی

د کونړ ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې په اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ خبرې کېږی

راپور: ګوهر صافی

د کونړ ولایت پنځلسو ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې د اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ له امله، دغه سیسټم ډېر ژر له کاره لویدلی دی او چارواکی وایی چې د دې سیسټم په اخیستو کې درغلۍ، دوی تورتم ته کینولی دی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې په دې پروژه کې اخیستل شوی سامان الات د بازار له اصلی قیمت نه څو برابره لوړ اخیستل شوی دی، په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا دا پروژه په کونړ ولایت کې د ولسوالیو د تعمیرونو د روښانولو لپاره دوه کاله وړاندې پلې شوې ده.
په هغو ولسوالیو کې چې دا پروژه پلې شوې چارواکی وایی چې په یاد سیسټم له اتو میلیونو زیاتې افغانۍ لګېدلې خو کار یې په نشت برابر دی.
دوی د دې پروژې په قرارداد کې د درغلۍ خبره کوی او زیاتوی چې د لمریزې برېښنا د دې سیسټم لپاره اخیستل شوې سولرې او بټرۍ په څو برابره زیات قیمت اخیستل شوی خو کیفیت یی خورا ټیټ دی.
د سرکاڼو ولسوال ډاکټر همیش ګلاب وایی چې یاد برېښنایی سیسټم دوه کاله وړاندې جوړ شوی خو په اولو ورځو کې یی هم کار د نشت برابر ؤ.
نوموړی زیاتوی:” په دې برېښنایی سیسټم کې په هره ولسوالۍ کې اته لس سولری ښیښې او اته بټریانې نصب شوې وې، له بده مرغه د ښیښو او بټریو کیفیت یی هغسې نه وو لکه چې په قرارداد کې ذکر شوې وې.”
د نوموړی په وینا دې سیسټم له پیله سم کار ونکړ او په ډېره لنډه موده کې بېخی له کاره ولوید، چې دی مجبور شو او خپله یی د ولسوالۍ لپاره د برېښنا سیسټم په خپل شخصی لګښت برابر کړ.
ډاکتر همیش ګلاب وایوایی: ” ما خو پخپله د سرکاڼو ولسوالۍ لپاره د برېښنا سیسټم جوړ کړ اړین وسایل مې ورته په خپل شخصی لګښت واخیستل اوس په ولسوالۍ کې یوازې د ورځې لخوا برېښنا وی او د شپې لخوا هېڅ برېښنا نه لرو.”
دی همدارنگه زیاتوی چی د ټولو هغو ولسوالیو له چارواکو سره یی اړیکه کړې چې دا سیسټم پکې نصب شوی ؤ او ټولو یې د کیفیت د خرابوالی شکایت وکړ.
که څه هم یو شمېر چارواکو له دې وېرې چې کار ته یې ستونزه پېښه نه شی له غږ ثبتولو ډډه وکړه، خو له څو تنو سره چې د ګهیځ خبرې وکړې، د کونړ په ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا سیسټم یې نه یوازې نیمګړی او ناکام سیسټم وباله، بلکې ددې پروژې په عملی کیدو کې یې د درغلۍ یادونه هم وکړه.
دوی وایی ولایتی ادارې ته یې د دې سیسټم شکایتونه کړی، خو په ځواب کې ورته ویل شوی، چې یاده پروژه د شپږو میاشتو لپاره وه او شرکت یې نور د جوړولو مسؤولیت په غاړه نه لری.
د کونړ ۱۵ولسوالیو ته د سولری برېښنا سیسټم جوړلو د قرارداد کوم اسناد چې ګهیځ ترلاسه کړی په هغې کې د یوې۲۵۰ولټه ښېښې قیمت۱۲۴۰۰ افغانۍ او د یوې بټرۍ قیمت۲۰۰۰۰ افغانۍ ښودل شوی دی.
خو په بازار کې د یوې ښې سولری ښېښې قیمت۴۰۰۰ او د ښې بټرۍ قیمت۸۰۰۰ افغانۍ دی، چې د ټولې پروژې قیمت اته میلیونه، یو سل دوه شپېته زره، دوه سوه او پنځوس افغانۍ کېږی. دغه قرارداد د عبدالوکیل افغان لوژیستیکی خدمتونو شرکت سره لاسلیک شوی دی.
بل خوا ددې شرکت مسؤول نصیر احمد وایی چې دوی د قرارداد سره سمې ښیښې او بټرۍ اخیستی دی: “موږ سره چې په قرارداد کې کومې جرمنۍ سولر ښیښې او بټرۍ وې هغه مو اخیستی، قرارداد مو پوره کړی، شپږ میاشتې مو ضمانت کړی وو هغه وخت پوره شوی، هېڅ یوه بټرۍ له یوه یا یو نیم کال زیات وخت کار نه کوی.”
خو د سولری ښیښو سوداګر بیا وایی چې افغانستان ته جاپانۍ او جرمنۍ ښیښې نه راځی، مګر د دوی په خبر یو شمېر قراردادیان په چینایی ښیښو او بټریو د جاپان،جرمنی او کوریا نښانونه لګوی او پر حکومت یې په لوړ قیمت پلوری.
په اسعدآباد کې د سولری ښېښو او بټریو له ټولو پخوانی او مشهور سوداګر حاجی علی احمد ګهیځ ته وویل: ” دا ټولې چینایی ښیښې دی، افغانستان ته جرمنۍ او جاپانۍ ښیښې نه راځی.”
دغه د سولری ښېښو او بټریو سوداګر وایی: ” ددې بټریو ۱۵ولټه یی۲۳۰۰ افغانۍ قیمت لری، ښې بټرۍ یی تایلنډۍ دی چې سل امپیره یی له تیزابو سره موږ په۴۶۰۰ افغانیو ورکوو او پاکستانۍ ۱۰۰امپیره په ۳۱۰۰ افغانۍ ورکوو.”
د نوموړی په وینا دلته ځینې خلک په چینایی بټریو د جرمنی او جاپانی کمپنیو لیبلونه وهی او بیا یی دوکانداران په لوړه بیه پلوری.همدا رنګه مدنی فعالان بیا وایی چې دلته ټولې پروژې ځکه بې کیفیته دی چې دولت په فساد کې ښکیل دی او دولتی قراردادونه ټول د خپلې خوښې شرکتونو ته ورکوی، نو همدغه لامل دی چې اکثرا دولتی پروژی نیمګړې او په څو ورځو کې بېرته له منځه ځی. د مدنی ټولنو غړی ادعا کوی چې داسې ډېر شرکتونه پېژنی چې دولتی چارواکو ته پیسې ورکوی او په پروژو کې یې چې څه خوښه وی هغه تر سره کوی.
د میوند ساپی په نامه یو تن مدنی فعال وایی: “ښکاره خبره ده چې دلته کومې پروژې سرته نه رسېږی او که ورسېږی هم بې کیفیته وی نو علت یې هم دغه دی چې ادارو او ولایت کې اکثرا کسان په فساد کې ښکیل دی او خپل قراردادیان لری او پروژې همدغه خپلو قراردادیانو ته ورکوی.”
دی همدا رازا زیاتوی : “مونږ مدنی ټولنې ښکاره ډېر معلومات لرو چې په دې ولایت کې داسې کسان او شرکتونه شته چې هغه ښکاره د ولایت مقام او ولسوالیو سره روابطو کې دی، ځکه اکثرا پروژې هغوی ته ورکول کېږی او بیا دغه پروژې سرته نه رسېږی او بې کیفیته وی.”
دغه مدنی فعال زیاتوی چې کومې پروژې چې تر سره شوی دی هم بې کیفیته دی او کومې چې روانې دی هم بې کیفیته دی.ددغو پروژو د کیفیت د خرابوالی بل علت د پروژو څخه د نظارت نه کول دی، په ټولو پروژو کې د هر چا خپله برخه وی.
بل خوا د کونړ نوی والی محمد اقبال سعید بیا ژمنه کوی چې د یادې پروژې په اړه به معلومات ترلاسه کوی او د هر ډول فساد سره به مبارزه کوی. نوموړی وایی: ” زه اطمینان درکوم چې دا موضوع به موږ وڅېړو او اسناد به یی وګورو چې په څو ولسوالیو کې په کوم کیفیت عملی شوې ده؟ که مشکلات په کې وی د هغه په رفع کولو او د فساد په مخنېوی کې به کار کوو.”
که څه هم د کونړ والی محمد اقبال سعید وایی چې په دولتی پروژو کې به د فساد مخه نیسی، او ددې پروژې په اړه به هم څېړنه وکړی، خو له دې سره سره ګومان نه کېږی چې د ولسوالیو لپاره د سولری برېښنا په خراب کیفیت جوړ شوی دا سیسټم په اسانۍ بېرته د کار کولو جوګه شی.
بل خوا دا لومړی ځل نه دی چې په کونړ ولایت کې دولتی پروژو کې د دغسې فساد خبره کېږی ، دلته اکثرا پروژې د اداری فساد له امله د پیل په هماغه لومړیو وختو کې بېرته له منځه تللی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.