کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲ مه نېټه):
نړیوالې رسنۍ وایی، چې د هند په شمال ختیځ کې د ریل ګاډی پټلیو لپاره یو نوی چمتو کېدونکی پُل نړېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوی دی.
د راپور بر بنسټ، چارواکو ویلی، داسې اندېښنه شته چې ښایی د مړو شویو کسانو په شمېر کې ډېرښت راشی؛ ځکه د دوی په خبره ځینې نور کسان لاهم تری تم دی.
پېښه د میزورام ایالت په سیرنګ سیمه کې شوې ده.
د ځایی رسنیو په راپورونو کې ویل شوی، چې د پېښې پر مهال نژدې ۴۰ کارګر د دې پل په ودانیزو چارو بوخت وو.
د پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د هند ریل ګاډو ادارې ویلی، چې په دې هکله یې پلټنې پیل کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ