کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د بدنی روزنې او ورزش امریت مسوولینو ویلی، چې د علینګار ولسوالۍ لوکاړ په کلی کې د ۲۴ ټیمونو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ، د لوکاړ الف لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د خبر پر بنسټ دغه سیالۍ د بدنی روزنې او ورزش آمریت په لارښوونه د والیبال فدراسیون په همغږۍ او د لوکاړ کلی ځوانانو په مالی ملاتړ د ځوانانو د یووالی په موخه جوړې شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه د لوکاړ الف او ادهار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لوکاړ الف لوبډلې ۳ د صفر په مقابل کې ادهار لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ