د ډنمارک حکومت د قرآن کریم په سوځولو بندیز لګوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی۴مه نېټه):

د راپورونو له مخې د ډنمارک حکومت ویلی، پلان لری چې د قرآن د نسخو په سوځولو بندیز ولګوی.
د راپور پر بنسټ دغه اروپایی هېواد کې د اسلام سپېڅلی کتاب ته سپکاوی د اسلامی هېوادونو غوسه راپارولې ده.
د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ ویلی، حکومت داسې یو قانون وړاندې کوی چې له مخې به یې مذهبی مقدساتو سره نامناسب چلند منع وی.
هغه ویلی چې د دې قانون موخه په ځانګړی ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو د سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی.
نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دولسم فصل کې شامل شی، کوم چې ملی امنیت پوښی.
هملګارډ زیاته کړې، چې د قران په سوځولو د بندیز انګیزه ملی امنیت ته پېښ ګواښونه وو. د ډنمارک حکومت ویلی، د دغه قانون ماتوونکی به له نغدی جریمې او دوه کاله بند سزا سره مخامخ کېږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.