په کونړ کې د مناګی برېښنا بند تر اوو کلونو ځنډ وروسته هم ندی بشپړ شوی

په کونړ کې د مناګی برېښنا بند تر اوو کلونو ځنډ وروسته هم ندی بشپړ شوی

راپور: ذبیح الله لاروی

په کونړ ولایت کې د ۲،۱ میګا واټه په ظرفیت د مناګی برېښنا بند چارې چې اووه کاله پخوا پیل شوې وې لا تر اوسه هم ندی بشپړې شوې او خلک وایی چې دا پروژه دوه درې لاسه خرڅه شوې ده.
د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پیچ درې پر سیند د مناګی برېښنا کوټ چې د دوه اعشاریه یو میګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لری، په ۱۳۹۲ کال کې یې د جوړېدو چارې د برېښنا وزارت د ۹،۸ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت پیل شوې وې او ټاکل شوې وه د څلورو کلونو په موده کې بشپړ شی، خو د نا معلومه تخنیکی ستونزو له امله یې چارې له تېرو څلو کلونو راهیسې د ځنډ ښکار کېږی.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی وایی د برېښنا دغه بند د وټه پور او ماڼوګی ولسوالیو لپاره جوړ شوی وو خو ولایتی اداره په لوی لاس دا پروژه جنجالی کوی.
ولایتی ادارې له دغه برېښنابند څخه د برېښنا لینونه د کونړ مرکز اسعد آباد ته غزولی او دې برېښنا بند ته نږدې سیمو ته هم د برېښنا رسولو پلان نه لری.
وټه پور ولسوالۍ چې دا برېښنا بند پکې جوړ شوی، خلکو یې په ځلونو ځلونو له یاد برېښنا کوټ څخه د برېښنا د ترلاسه کولو غوښتنې کړې او وخت په وخت یی لاریونونه هم کړی، خو لا یی هم ولایتی ادارې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د وټه پور ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی امان الله سالارزی چې دې برېښنا کوټ ته نږدې کور لری وایی: “زمونږ د کور په سر د برېښنا لینونه تېر شول، خو تش لینونه دی او برق پکې نشته، ستونزه بېخی ډېره ده، ویاله بې کیفیته ده ټوله راغورځیدلې ده دغه برق به څه کار وکړی؟ داسې ظلم څوک هېچا سره نه کوی؛ لکه دې ولایتی ادارې چې مونږ سره وکړو، زمونږ په سر یې لینونه تېر کړی دی او بدبختانه زمونږ ولسوالۍ ته یې برق توزیع نه کړو او زمونږ سره یې ظلم وکړو.”
همداراز ددې پروژې ځنډ هم د کونړ ولسونه اندیښمن کړی او وایی چې د یادې پروژې له ټاکلی وخت څخه کلونه واوښتل خو لا یی هم کارونه په بشپړه توګه نه دی خلاص شوی.
دوی یې د کار کیفیت خراب بولی او وایی چې کانال یې په سمه توګه نه دی جوړ کړی او له بشپړېدو وړاندې باران بېرته خراب کړی دی.
دوی له مرکزی او ولایتی ادارې غواړی چې د دا ډول مهمو او بنسټېزو پروژو باید په سمه توګه څارنه وکړی، څو یی چارې د پروپوزل سره سمې ترسره شی او د دولت بودیجه په ځای او د خلکو په ګټه ولګول شوی.
دوی همدا راز وایی چې حکومت باید د یادې پروژې په څېر مهمې پروژې په لوی لاس جنجالی نه کړی.
په کومو ځایونو کې چې پلې کېږی باید د هغو سېمو اوسېدونکو ته پکې پوره برخه ورکړی، څو یې خلک ورسره د پروژې چارې ښه او د امنیت په فضا کې پای ته ورسوی.
داسې ویل کېږی چې د یاد برېښنا کوټ څخه یوازې ماڼوګی ولسوالۍ او مرکز اسعدآباد ته برېښنا ورکول کېږی .چې همدې خبرې د وټه پور اوسېدونکی خفه کړی دی.
د وټه پور ولسوالۍ د ځوانانو د شورا رئیس رسول محمد خاکسار وایی: “د مناګی د برېښنا بند په اړه به درته دومره ووایم چې یو خو دا پروژه ډېره ځنډنۍ شوه، تقریبا شپږ اووه کاله یې وشول تر اوسه پورې مکمل نشوه، او دویمه موضوع داده چې د کانال سیسټم یې ډېر کمزوری دی، د غره په غاړه کې دغه کانال جوړ شوی چې په بارانونو کې ورته غټې غټې تیږې راغورځیږی او کانال تخریبوی او اوس یې هم ډېر تخریب کړی دی”.
نوموړی زیاتوی چې: په کونړ کې یوازینۍ پروژه داده چې د خلکو هیلې ورپورې تړلې دی او چې د دې پروژې په برکت به یی تورتم کورونه رڼا شی. خو اوس چې د پروژې وران ویجاړ حالت ګوری، نو هیلې په نا هیلۍ بدلې شوی او فکر نه کوی چې په ویاله کې د پوره اوبو راخوشې کولو سره دې دغه مهمه پروژه په خپل حال پاتې شی.”
د وټه پور د ځوانانو شورا رئیس همدار راز له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د خلکو هیلو ته پام وکړی او د دا ډول ټولګټو پروژو د کیفیت څارنه په پوره دقت تر سره کړی.
بل لور ته د سیمی قومی مشران هم ګواښ کوی چې که برېښنا کوټ ژرترژره چالان نه شی او برېښنا یې لومړی د وټه پور ولسوالۍ ته ورنکړل شی نو دوی به یې دروازې ور وتړی. د سیمې یو تن ملک سید محمد وایی: “ددې برېښنا بند څخه سم دبسوګۍ واده جوړ شوی، د قرارداد له مخې باید د څلور کالو په موده کې دا پروژه ګټه اخیستنې ته سپارل شوې وای، خو دغه دی ۷ کاله یې وشول او تر اوسه یې حال ندی معلوم.”
نوموړی همدارنګه له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې د برېښنا دغه بند دې ژر تر ژره جوړ کړی او ولایتی اداره دې د وټه پور له خلکو سره د مور او میرې سلوک نه کوی، برق دې اسعدآباد او پېج ته نه بیایی.لومړی یی دې د وټه پور خلکو ته ورکړی ځکه د همدې خلکو په سیمه کې جوړ شوی او که داسې ونه کړی نو دا ولسونه به پسې را پاڅی او دا دروازې به ورته ور وتړی.”
پر دې ټولو ستونزو سربیره د سیمې هغه خلک چې په دغه پروژه کې یې کورونه ړنګ شوی شکایت کوی چې دولت ورته تر اوسه د کورونو په بدل کې د وعده شویو پیسو یوه روپۍ هم نه ده ورکړې. دوی وایی له خپلو کورونو خلاص شول او اووه کاله کېږی چې د پردیو په کورونو کې شپې سبا کوی.
له دې ډلې یو تن محمد اکبر چې په کانال کې یې کور ړنګ شوی وایی: “مونږ یو کس ته وثیقه جوړه او نماینده مو کړ اوس مو کابل ته لېږلی دی، هغه ته کله یو څه وایی او کله بل څه.”
محمد اکبر زیاتوی چې که د چا ځمکه ددې بند په پروژه کې تللې او که د چا کور دی د ټولو پیسې پر دولت پاتې دی.
د کونړ ولایتی شورا هم ددغې پروژې د کار د کیفیت خرابوالی منی دوی مرکزی اداره ګرمه بولی او وایی دا ډول پروژې په کابل کې په خپله خوښه د خپلې خوښې شرکتونه ته ورکول کېږی نو ځکه یی بیا پایله هم داسې جنجالی او د کار کیفیت په نظر کې نه نیول کېږی.
د ولایتی شورا وکیل حاجی جمال الدین سیار وایی: “هر قرارداد چې د مرکز څخه ورکړل شی دلته اداره په جریان کې نه وی، دویم او درېیم لاس دا قراردادونه ورکول کېږی، او هغو شرکتونو ته ورکول کېږی چې دفتر او مدرک یې معلوم نه وی، نو د کار کیفیت خپله دغه شی راځی، بند د پروپوزل مطابق بلکل نه دی جوړ شوی، دې باندې لا برق جوړ نه دی له منځه لاړ، که برق جوړ هم شی دوه کاله دغه برق دوام نه کوی، ساختمانی کار یې ډېر زیات ضعیف دی، زمونږ معلومات هم دا دی چې دا پروژه په دویم درېیم لاس ورکړل شوې.”
سیار وایی ددغې د ستونزې د حل په موخه یې له هېڅ ډول هڅو دریغ نه دی کړی، په رسنیو کې یې غږ پورته کړی، کابل ته تللی دی او دده په خبره آن تر ولسمشره یې دغه ستونزه رسولې ده خو هېچا پرې غوږ نه دی ګرولی.
بلخوا د کونړ د برېښنا ریاست ددې پروژې د کیفیت د خرابوالی پړه نه منی او وایی چې دغه پروژه په کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت مربوط وه، خو اوس د کار په پای کې جوړونکی شرکت له دوی غواړی چې دغه بند تسلیم کړی تر څو خپله یو کلنه امتحانی دوره پیل کړی.
د برېښنا ریاست وایی چې برېښنا شرکت ددغه ساختمانی شرکت د ماشینونو ټیسټ چې په خپل سر یې تر سره کړی نه منی او وایی چې دغه ټیست دې د دوی په مخ کې تر سره شی.
په کونړ کې د برېښنا شرکت عملیاتی مدیر رضوان الله په برېښنا بند کې د ستونزو په اړه وایی: “که چېرې مونږ دغه غوښتلی چې دغه پروژه تسلیم کړو نو اوس به برېښنا چالان وه، هېڅ امکان نه لری چې په بند کې وړه ستونزه هم وی او مونږ دې یې تسلیم کړو یا دوی ته کومه امضا وکړو، زمونږ د برېښنا شرکت نماینده سیمې ته تللی ؤ ټول مشکلات یې درج کړی او له دوی سره یې شریک کړی دی، تر څو چې ټول مشکلات که د بند وی، که د فابریکې او که د کانال وی چې ټول حل نه کړی مونږ دغه بند نه تسلیموو.”
ښاغلی رضوان الله په وټه پور ولسوالۍ کې د هغو کلیو چې د برېښنا لینونه په کې نه دی وېشل شوی پړه هم په اوبو برېښنا وزارت ور اچوی او وایی چې وزارت په وټه پور کې د سروې شویو سیمو څخه د اتو ټرانسپرمرو ساحو ته برېښنا نه وېشی او لامل یې د بودیجې کمبود یادوی.
رضوان الله وایی دوی دا ستونزه له مرکز سره شریکه کړې او که له هغه ځایه منظور شی نو دوی به پاتې کلیو ته هم برېښنا وویشی.
د کونړ والی محمد اقبال سعید د دغه برېښنا د پیل په اړه وایی چې کارونه یې خلاص شوی خو فقط شرکت باید مونږ ته په عمل کې له فابریکې څخه ۲،۱ میګا واټه برېښنا تولید کړی، چې شرکت یی وعده هم کړې او ډېر ژر به د برېښنا شرکت په مرسته دغه چاره تر سره کړی.
په ورته مهال کې والی په وټه پور کې د برېښنا له وېش پاتې کلیو او د برېښنا بند د نیمګړتیاوو په اړه وایی:
“یو خو هغه لس کلی چې د وټه پور خلکو ادعا کړې وه چې مونږ ته برق نه راکوی، هغه مشکل حل دی د هغې لپاره وسایل راروان دی، هغه کلی هم په پلان کې راغلل، یو ددې د مسیر خبره ده، د لارې د ویالې یا دا کانال چې راتېر شوی دی که دې کې نواقص وی، شرکت تضمین لری او شرکت مکلف دی چې نواقص ټول رفع کړی او تر هغې چې نواقص نه وی رفع شوی د تضمین پیسې نه ورکول کېږی.”
ومو غوښتل پدې اړه کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو د ډېرو اړیکو سره سره پرې بریالی نشوو.
د یادولو ده چې د دوو لویو سیندونو درلودونکی کونړ ولایت کې، لسیزې وړاندې د لومړی جمهور رئیس سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال په مرکز اسعد آباد کې هم یو برېښنا کوټ د ۷۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید په ظرفیت جوړ شوی ؤ، خو اوس د هغه د تولید کچه هم تر درېیو سوو کیلو واټه راټیټه شوې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.