د لغمان د مرکز اړوند د قلعه صوفیا سیمې د ژورو څاه ګانو پروژه کې درغلی شوې ده
راپور : عبدالباری غورځنګ
هغه اسناد او شواهد چې د ګهیځ خبریال ته په لاس ورغلی ښکاروی چې د لغمان ولایت اړوند مرکز په قلعه صوفیا سیمه کې د ولسی تړون اړوند د څاه ګانو د کیندلو په پروژه کې اختلاس شوی دی.
د سیمې قومی مشران او مخور هم پدې پروژه کې د اختلاس خبره کوی او وایی چې د څاه ګانو د کېندلو پروژې د قرار داد نه سرغړونه شوې ده.
د نوموړې سیمې د قومی شورا غړی سید انور باچا وایی ولسی تړون د دوی په کلی کې د شپږو څاه ګانو د کېندل کېدو پروژه منظوره کړه چې په بېلابېلو اړوند کلیو کې به تطبیق شی خو پدې کې اختلاس وشو.
دی وایی د قرارداد له مخې باید هره څاه ۴۱ متره ژوروالی ولری خو که چېرته تاسو کېندل شوې څاه ګانې متر کړئ، له ۲۸ متره زیات نه دی کېندل شوې.
نوموړی زیاتوی چې پدې اړه یې یوه عریضه وکړه چې د کلی رئیس او د شورا غړو پکې ګوتې ولګولې او د کلیو پراختیا ریاست ته یې شکایت وکړ، خو بدبختانه چې هېڅ ډول اجرات پرې ونشول.
د قومی شورا دغه غړی وایی: “اوس چې تاسو دغه څاګانې متر کړئ ۲۸ الی ۳۰ متره ژوروالی لری او یوه څاه بېخی ورکه ده، داسې ویل کېږی چې هغه یې بل چېرته ویستې، موږ عریضه وکړه انکشاف دهات ریاست ته، څو ځله لاړو تقریبا درې میاشتې شوې چې نن په سبا مو تېر باسی، هېڅ اجراات یی ونکړل.”
د همدې سیمې د تندۍ کلی د شورا رئیس عبدالهادی بیا وایی چې دوی پدې اړه د کلیو پراختیا ریاست ته عریضه ورکړې خو دوی ته وویل شول چې ددې پیسو ټول صلاحیت د ولسی تړون د شورا له رئیس سره دی او د کلیو پراختیا ریاست پکې هېڅ کار نلری.
نوموړی زیاتوی چې د هغه د عریضې له مخې چې دوی د لغمان د کلیو پراختیا ریاست ته کړې ده او انجینیرانو د څاه ګانو متراژ وکړ، پدې پنځو څاګانو کې شاوخوا ۳۳ متره کمښت ثابت شو او یوه څاه یې غیر قانونی بل چېرته لېږدولې ده.
دی د ملی تړون په هغه رئیس چې د دوی لخوا پدې کلی کې تأیید شوی هم دی، تور پورې کوی چې پدې اختلاس کې نوموړی هم لاس لری.
د تندۍ کلی د شورا رئیس هم وایی چې ددې ستونزې د حل په موخه څو څو ځله د کلیو پراختیا ریاست ته تللی او د عریضې یې درې میاشتې کېږی، خو دده په خبره: “اخر رئیس موږ ته وویل چې د ملی تړون د شورا رئیس د پیسو صلاحیت لری، مطلب موږ یې ځواب کړو، پدې اختلاس کې هغه انجینیران چې د ریاست لخوا هیأت کی شامل وو، د ملی تړون د شورا رئیس او یاده اداره ټول شریک دی.”
د همدې کلی د شورا د بانکی او مالی چارو مسؤول انجینیر صبغت الله قریشی هم لدې څاه ګانو خوښ نه دی او پر تطبیق کوونکو باندې د اختلاس تور پورې کوی.
نوموړی وایی چې د یادو څاه ګانو په پروژه کې په څلور برخو کې یوه برخه پیسې مصرف شوې او نورې غلا شوې دی.
دی زیاتوی چې په شپږو څاه ګانو کې یوه بېخې ورکه ده او نورو کې قوی اختلاس شوی چې دوی یې په اړه ثبوت وړاندې کولای شی.
قریشی زیاتوی د څاه ګانو کومې بمبې چې په قرارداد کې لیکل شوې دی، هغه نه دې لګول شوې، ټولې بدلې دی او د څاه ګانو په هر متر کې ۱۸۰۰ سوه افغانۍ اختلاس شوی دی.
د یاد کلی د شورا د مالی او بانکی چارو مسؤول همدا رنګه زیاتوی: “موږ په هماغه وخت کې چې د شرکت قرار داد ولید، د څاه ګانو کېندل متر په ۲۴۰۰ افغانۍ لیکل شوی وو خو کله چې موږ له نورو شرکتونو نه پوښته وکړه دوی متر په ۱۲۰۰ کلدارو چې ۶۰۰ افغانۍ کېږی څاه ګانې ویستلې دی.”
انجینیر صبغت الله قریشی وایی دا پروژه بېخې داوطلبۍ ته نه وه سپارل شوې، د قرار داد له مخې باید هره څاه ۴۰ متره ژوره شوې وای خو که اوس څاه ګانې متر کړئ، هره څاه ۲۶ متره یا ۲۸ تر ۳۰ متره پورې ده.
نوموړی وایی: دا خپله د دوی غلا ثابتوی، کومې بمبې چې په قرارداد کې لیکل شوې دی تاسو راشئ ویې ګورئ ټولې بدلې بمبې لګول شوې دی، ددې ستونزې د حل لپاره مونږ د انکشاف دهات ریاست ته رسمی عریضه وکړه خو هېڅ ډول مثبت ځواب مو تر لاسه نکړ.”
همدا رنگه د لوی ملاشرف د کلی د شورا رئیس نصرت الدین هم وایی چې د دوی په سیمه کې د څاه ګانو په پروژه کې اختلاس شوی دی.
نوموړی وایی د قرار داد له مخې باید د دوی په سیمه کې شپږ څاه ګانې موجودې وای او هره څاه باید ۴۱ متره ژوره وای خو اوس دلته پنځه څاه ګانې کیندل شوې او هره څاه له ۲۶ مترو تر ۲۹ مترو څخه پورته نه دی، چې دا یوه ښکاره غلا ده.
نصرت الدین هم وایی چې: “موږ ددې لپاره رسمې عریضه انکشاف دهات ریاست ته کړې، خو پدې دریو میاشتو کې هېڅ ډول اجرات ونشول، د انکشاف دهات ریاست هیأت راغی، متراژ یې وکړ، اختلاس یی پکې مشخص کړ خو بیا موږ ته هېڅ ډول مثبت ځواب رانکړل شول.”
د خلکو او ولسی شورا ګانو ددې ټولو نیوکو او دعواوو سره سره کله چې یاده موضوع د لغمان ولایت د کلیو د پراختیا رئیس انجینیر مجیب الرحمن ضیاء سره مطرح شوه، نوموړی وایی چې د دوی د ریاست د ټاکل شویو پلاوو د معلوماتو له مخې چې دا څاه ګانې شا او خو دوه کاله وړاندې کېندل شوې، اوس د دوی معلومات ښیی چې څاه ګانې ډکې شوې دی ځکه خو هغه متراژ نه پوره کوی چې په قرار داد کې لیکل شوی دی.
نوموړی وایی بیا هم د کلیوالو د عریضې له مخې که چېرته په څاه ګانو کې کمبود رامنځ ته شی او دا ستونزه په رښتیا هم ثابته شی، نو شرکت مکلف دی چې له سره دوی ته کار وکړی او د دوی حق ورته ورسوی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ددې پروژې د تطبیق لپاره ستاسو د ریاست کوم څارونکی انجینیر مکلف شوی نه ؤ؟ وویل : “ولی نه، موږ څارونکی انجینیر درلود، خو که چېرته رښتیا هم د قرارداد له مخې کار نه وی شوی زموږ انجینیر او د کلی د ملی تړون شورا به مجازات شی.”
د ښاغلی رئیس سره مو ددې سیمې د یوې څاه د نه شتون موضوع هم شریکه کړه خو دی ټینګار کوی چې د قرار داد له مخې شپږ څاه ګانې دلته کېندل شوې په داسې حال کې چې د سیمی خلک ټول په یوه خوله د رئیس دغه ادعا ردوی.
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان ولایت په کلیوالو سیمو کې ډېری پروژې ددې ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له خوا تطبیق شوې دی، خو د ګهیځ ټیم یوازې د همدې سیمې د څاګانو د پروژې اسناد تر لاسه کړای شول چې پکې ښکاره اختلاس ثابتېږی، اما د لغمان د کلیو پراختیا ریاست په بېلابېلو بهانو له دغه اختلاس او درغلۍ سترګی پټوی.
گهیځ