کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان ۳۰ کسیز لوړپوړی سوداګریز پلاوی نن غرمه مهال د دوه ورځنی سفر په موخه کابل ته رارسېدلی.
د راپور پر بنسټ، د پلاوی مشری د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت لومړی مرستیال ناظم جان خالمرادوف کوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ټویټر پاڼې لیکلی، چې له دغه پلاوی سره د برېښنا، ټکنالوژۍ او خوراکی توکو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کوی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ارزونې په موخه به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او خصوصی سکتور استازی هم غونډه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ