کابل کې نیول شوی ایرانی عکاس خوشې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۴ مه نېټه):
بی بی سی د ایران د تسنیم خبری اژانس له قوله خبر ورکړی، چې د دغه آژانس یو عکاس محمد حسین ولایتی چې تېره شنبه له کابله ایران ته ستنېده، د کابل هوایی ډګر کې نیول شوی و، تېره شپه خوشې شوی دی.
د دغې رسنۍ د خبر پر بنسټ، نوموړی کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمی که څۀ هم د نوموړی د نیول کېدو په اړه رسماً څه نه دی ویلی، خو دا سې منلې، چې یاد عکاس بېرته خوشې شوی دی.
وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر ټویټر لیکلی وو، چې د ولایتی د بېرته ستنولو لپاره پراخې دیپلوماتیکې او کنسولی هڅې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.