په لغمان کې د قانون تطبیقوونکی له قانون ماتوونکو سره معامله کوی
راپور : نجیب الله ثاقب
د ګهیځ موندنې ښیی، چې د لغمان ولایت پولیس د پیسو په بدل کې خلکو ته په غصب شویو ځمکو کې د کورونو جوړولو اجازه ورکوی. په دولتی ځمکو کې کور جوړونکی خلک وایی، تر څو چې پولیسو ته پیسې ورنه کړی، د آبادۍ اجازه نه ورکول کېږی. دوی وایی، پولیس د پنځه بسوه یی نمرې په سر لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ اخلی. چارواکی هم منی، چې په لغمان کې ځینې ځمکې د یو شمېر خلکو له خوا غصب شوې او دوی یې پر وړاندې اقدامات کړی، خو تر اوسه چا ورسره دا موضوع نده شریکه کړې، چې پولیس ترې پیسې اخلی.
د لغمان د محلی پولیسو قوماندان فریدون یاده موضوع تأییدوی؛ او وایی، چې پولیس له خلکو پیسې اخلی، خو د لغمان ولایت د امنیه قوماندان منظور ستانکزی بیا تور لګوی چې قوماندان فریدون خپله د ځمکو غاصب دی. امنیه قوماندان زیاتوی، چې فریدون یې د ځمکو د غصب په تړاو نیولی ؤ، خو نه پوهېږی، چې ولې بېرته خوشې شوی. قوماندان ستانکزی وایی، په دې اړه چې د دوی پولیس له غاصبینو پیسې اخلی او بیا ورته د آبادۍ اجازه ورکوی، تر اوسه پورې ورته څوک نه دی ورغلی، او نه یې رسمی شکایت ورته کړی دی.
غصب شوې ځمکې
د یادې موضوع په تړاو د ګهیځ خبریال د ځینو سیمو لیدو ته ولاړ، د بعضو کورونو دېوالونه داسې معلومیدل، چې چا په لوی لاس نړولی وی، تر څو د کور خاوند مجبور شی پولیسو ته پیسې ورکړی، په نړول شویو دېوالونو کې آن د مسجد دېوال هم شامل ؤ، چې ګواکې مسجد بېځایه جوړ شوی دی.
ځینې کورونه درې څلور ځله نړول شوی او څو وارې د کور له څښتنانو په دې بهانه پیسې اخیستل شوې، چې له ټاکل شوی ځای نه دې ډېرځای رانیولی دی او یا په دې نوم، چې باید له ماښام وروسته کار وکړئ او په دریو شپو کې د کور د احاطې دېوال بشپړ کړی.
د اخیستل شویو پیسو دقیقه اندازه نه ده معلومه، خو د سیمې د اوسېدونکو پر وینا له دوی څخه (۱۰۰۰۰ تر۴۰۰۰۰) افغانۍ په هره پنځه بسوه یی نمره اخیستل کېږی.
د ګهیځ د څېړنو پر اساس زیاتره غصب شوې ځمکې د مهترلام ښار په څنډو، د بابا صاحب په دښته او د مسکورې ډاګ کې موقعیت لری. که څه هم خلکو د پیسو د اخیستلو په تړاو مشخصاً د چا نوم یاد نه کړ، خو وایی چې د اړوندو ماموریتونو پولیس هره ورځ سیمې ته ورځی او هر چېرته چې تازه کار پیل شوی یا روان وی، که دکور خاوند ورته پیسې ورکړی، څه ورته نه وایی او که نه دېوالونه یې چپه کوی. د سیمې اوسېدونکی وایی، چې پولیس کله له خلکو پیسې واخلی خلکو ته لارښوونه کوی، چې د شپې کار وکړئ او باید په دریوو شپو کې کار بشپړ کړئ.
د خلکو شکایتونه
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت الله، چې د جګړو له امله له خپلې سیمې د مسکورې ډاګ ته ورکډه شوی وایی، چې د لومړۍ حوزې پولیسو ترې لس زره افغانۍ (۱۰۰۰۰) اخیستی دی نوموړی وویل:” دا قومی ځمکه ده، ما د مسعود په نوم د مسکورې کلی له اوسېدونکی اخیستې، دوولس بجې د لومړۍ حوزې پولیس راغلل د کوټې تهداب یې را وران کړ، یوه بجه مې (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکړې هماغه ورځ مې کار پیل کړ، بیا را پسې رانغلل. ”
عنایت الله زیاتوی: ” دوی، د اختر په ورځ هم راځی له خلکو پیسې اخلی، د اختر په درېیمه ورځ یې هلته یو کوچی د موټر په ډاله کې اچولی ؤ، په ثبوت او اسنادو سره یې درته ښایم د کور دېوال یې هم ورته وران کړی ؤ.”
د سمیع الله په نوم یو بل کس، چې د دولت شاه اوسېدونکی دی، د خپل کور د ړنګ دېوال تر څنګ ولاړ ؤ؛ ګهیځ ته یې وویل، چې درې ځله یې دده او د کاکا د زامنو کورونه نړول شوی او بیا بیا ورڅخه پیسې اخیستل شوې دی. نوموړی وایی: ” دغه ځمکه موږ په قومی حساب له خپلو ماماګانو څخه اخیستې ده، یوه زما او دوه مې د تره د زامنو پنځه بسوه یی نمرې دی، یو ځل شاروالۍ او دوه ځله پولیسو دا کورونه وران کړل، موږ (۳۰۰۰۰) افغانۍ پولیسو ته ورکړې وې، خو دوی ویل، چې تاسو غیر قانونی کورونه جوړوئ څو ځله یې دېوالونه چپه کړل، چې نورې روپۍ هم راکړئ بیا مو ورته (۱۵۰۰۰) افغانۍ نورې ورکړې.”
محمد اسحاق د علیشنګ ولسوالۍ د غازی آباد کلی څخه د مسکورې ډاګ ته را کډه شوی دی، پولیسو له هغه څخه هم پیسې غوښتې خو د بې وسۍ له امله یې نه دی ورکړی، څلور ځله یې کور وران شوی دی بیایې جوړ کړی دی.
نوموړی ګهیځ ته وویل:”د مسکورې خلک د دې ځمکو قبالې لری، دا ځمکه مې ترې اخیستې، دلته راکډه شوی یو پیسې نه لرو، چې ښار و بازار کې کور جوړ کړو، دلته مو په دې دښته کې کور جوړ کړ، د حوزې پولیسو رانه لس زره افغانۍ غوښتې خو زه بې وسه وم، څلور ځله یې راته کور وران کړ.”
دغه راز سلطان محمد د علیشنګ ولسوالۍ د نورام کلی اوسېدونکی دی، نوموړی د مسکورې ډاګ کې د تره د زوی کور کې اړولی ؤ، او څټک په لاس د همدغه کور د ړنګ شوی دېوال په بیا رغولو لیګا ؤ نوموړی ګهیځ ته وویل :” دغه ځای به لږ څه کم لس بسوې وی نه پوهېږم، چې دغه ځمکه زما د تره زوی له چانه اخیستې ده، خو هغه دلته نه اوسېږی، کور یې په کابل کې دی، ماته یې وویل، چې ته زما په کور کې واړوه، یو ځل د حوزې کسانو او بیا د شاروالۍ نفرو یې دېوالونه وران کړل، د تره زوی مې مخکې لس دولس زره روپۍ ورکړې دی، دوی له لس زرو کمې پیسې نه اخلی له دې پورته چې، دې په هر څومره قانع کړل فعلاً چې، زه کار کومه ښکته و پورته ګورمه چې، رینجر رانه شی که راشی ځان چېرته پټومه؛ د دې لپاره، چې بیا مې ونه نیسی، اوس خو ځای هم لوڅ دی دلته تورسرې او ماشومان دی خلک ګرځی باید دغه دېوال پورته کړو.”
د مسکورې د ډاګ د ولسی کمیسیون مشر، مدنی فعال عبدالرحمان حبیب اسلام پلو هم یاده موضوع تأییدوی، دی وایی، چې په دغه سیمه کې له (۹۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰) نمرې شته.هغه وویل چې، د رسمی نمرو په حیث د سند لپاره له چا څخه پیسې نه دی اخیستل شوی، خو پولیس د باج په توګه د خلکو څخه (۳۵۰۰۰ زرو څخه تر ۴۰۰۰۰) زرو افغانۍ اخلی، چې تر والی او شاروال پورې پکې ښکېل دی او هر یو په کې خپله فیصدی لری.
د مسکورې د سیمی ملک محمد حکیم هم وایی چې، د نظامی چوکاټ یو شمېر منسوبین له خلکو په هره پنځه بسوې نمره، له لسو تر پنځلس زره افغانۍ اخلی نوموړی وایی، چې دغه د مسکورې د خلکو سرپنا سیمه ده.
په هغه وخت کې، چې ګلاب منګل د لغمان والی ؤ، خلکو ته په شفاهی ډول وویل د سرپنا ځای ځان ته جوړ کړئ، هماغه وخت د مسکورې خلکو (۲۵۰۰) نمرې په خپلو کې سره وویشلې، نوموړی دا هم وویل چې فریدون خان وایی، چې موږ د یادې سیمې د یو سلو څو جریبه ځمکې کاغذونه (رسمی قبالې) لرو خو دولت پوهېږی، چې دغه کاغذونه یې اعتبار لری او کنه.
د پولیسو منسوبین:
د لغمان امنیه قوماندان منظور ستانکزی وایی، چې تر دې دمه ورته هېڅ څوک د یادې موضوع په اړه نه دی عارض شوی او نه چا ورته رسمی شکایت کړی دی. نوموړی ګهیځ ته وویل اول خو پولیسو له غاصبینو پیسې نه دی اخیستی او که کوم یوه د لارې په سر اخیستې هم وی دا خیانت دی پولیس هم ورسره دخیل دی.
ستانکزی وویل، چې د ځمکو د غصب پر وړاندې قاطع دریځ لری، څو ځله یې د ځمکو غاصبین نیولی دی او که هر څوک په غصب او رشوت اخېستلو ونیول شول، قانونی چلند به ورسره وشی. ستانکزی زیاته کړه، چې د ځمکو غاصب فریدون نامی یې نیولی ؤ، خو نه پوهېږی چې ولې ولایتی ادارې بېرته خوشې کړی دی.
خو په ورته وخت کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان فریدون بیا وایی چې ملی پولیس له خلکو څخه پیسې اخلی. فریدون زیاتوی چې: ” نوی امنیه قومندان چې کله راغی زه یې وغوښتلم، امنیه قومندان او د امنیت آمر راته ویل، چې ته ډاګ خرڅوې د اونۍ ( ۳۰۰۰۰۰) افغانۍ زموږ حق پکې راکوه، ما ورسره ونه منله زه یې بندی کړم، دوی ټولې ځمکې خرڅې کړې، زه د دې ځمکو سند هم لرم، امان الله خان زما نیکه ته د (۱۱۳) جریبه ځمکې سند ورکړی ؤ، خو زه دا ځمکې نه خرڅوم دا خلک په خپل سر لګیا دی کار کوی.”
گهیځ