د مهتر لام ښاروالی له زرګونو کراچی وانانو څخه نا قانونه پیسې اخلی.
راپور: ریحان الله ممتاز
د ګهیځ موندنې ښی، چې د مهترلام ښاروالۍ له کراچی وانانو څخه د ښاروالۍ د نواقلو په نوم د کال شا او خوا شپاړلس میلیونه او دوه سوه زره (۱۶۲۰۰۰۰۰) افغانۍ راټولوی، چې ټولې یې د ښاروالۍ حساب ته نه ورځی او فساد په کې کېږی.
ګهیځ دغه موضوع له تېرې یوې میاشتې راهیسې وڅېړله او یو شمېر داسې اسناد، مدارک او ثبوتونه یې ترلاسه کړل، چې د ښاروالۍ لخوا د نواقلو په نوم راټولو شویو پیسو څخه ټولې یې د ښاروالۍ حساب ته نه ځی، بلکې شخصی جیبونو ته ورځی.
د ګهیځ لخوا په ترلاسه شویو اسنادو او ثبتونو کې لیدل کېږی، چې په مهترلام ښار کې د مجاهد په نوم یو کس له هر کراچی وان څخه هره ورځ لس (۱۰) افغانۍ د نواقلو په نوم اخلی، خو د ښاروالۍ لخوا ورته کومه رسمی پارچه نه ورکول کېږی.
۵۰ کلن ګلاب الدین کاکا په مهترلام ښار کې جرابې، خولۍ او نور ژمنی توکی خرڅوی. نوموړی وایی: «هره ورځ یو نفر راځی او د ښاروالۍ په نوم له موږ څخه لس افغانۍ اخلی، خو موږ ته کومه پارچه نه راکوی. مخکې یې پارچې راکولې، خو شاوخوا یوکال کېږی کومه پارچه یې موږ ته نه ده راکړې.»
ګلاب الدین کاکا هغه پارچې، چې یو کال مخکې ده ته د ښاروالۍ د دې کس لخوا ورکړل شوې وې، د ګهیځ خبریال ته وښودلې، دغو پارچو کې لیدل کېږی، چې نه د ښاورالۍ د مسؤول امضاء او نه پکې د پارچې مسلسله شمېره شته.
۳۸ کلن خان محمد په مهترلام ښار کې خرما (کجورې) پلوری. نوموړی وایی، چې له دوی څخه هره ورځ شل افغانۍ اخیستل کېږی، چې لس افغانۍ د ښاروالۍ په نوم او لس افغانۍ د ډنډه مار په نوم.
خان محمد وایی:«زه د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی یم، په مهترلام ښار کې خرما خرڅوم، دلته هره ورځ له موږ څخه د ښاروالۍ په نوم یو کس لس افغانۍ اخلی، خو کومه پارچه د ښاروالۍ موږ ته نه راکول کېږی، او بل د ډنډه مار په نوم هم یو کس هره ورځ له موږ څخه لس افغانۍ اخلی، موږ نه پوهېږو، چې دا پیسې چېرته ځی او د څه لپاره یې اخلی.»
جواد چې ۲۲ کاله عمر لری، په مهترلام ښار کې رومیان، بانجان او نوره ترکاری خرڅوی. دی وایی، هره ورځ د ښاروالۍ لخوا یو کس راځی او له موږ څخه لس لس افغانۍ ټولوی. دی هم دا منی، چې د ښاروالۍ له خوا ورته هېڅ کومه پارچه نه ورکول کېږی. دا ځوان وایی، هغه څوک چې پیسې ټولوی، موږ ته وایی چې ښاروالۍ ته یې وړو، خو پارچه د ښاروالۍ لخوا نه راکول کېږی.
جواد زیاته کړه:« زه دلته رومیان او نوره ترکاری خرڅوم، هره ورځ ښاروالۍ ته لس افغانۍ ورکوم، خو موږ ته ښاروالۍ هېڅ کومه پارچه نه راکوی خو د ښاورالۍ په نوم له موږ پیسې اخیستل کېږی.»
محمد موسم په لغمان کې له پنځلس کالو راهیسې کیلې خرڅوی. دی وایی: « هر ورځ دوه جانبو ته پیسې ورکوم، یو د ښاروالۍ په نوم لس افغانۍ رانه اخلی او بل د ډنډه مار په نوم لس افغانۍ رانه اخلی، نه کومه پارچه راکوی او نه کوم بل څه، موږ ته معلومات نشته، چې دا پیسې چېرته ځی خو له موږ څخه اخستل کېږی.»
د ګهیځ خبریال له لسګونو داسې نورو لاس پلورنکو سره هم مرکې کړی. هغوی هم همدې ستونزې ته اشاره کوی او وایی چې دوی هم نه پوهېږی دا پیسې د چا جیب ته ځی، مګر له دوی څخه هره ورځ له کوم رسمی سند او پرچې پرته ټولیږی.
عبدالقدوس په مهترلام ښار کې د کراچی وانانو مشر دی. نوموړی وایی، چې دوی په مهترلام ښار کې شا اوخوا تر شپږ زره ( ۶۰۰۰) پورې کراچی وانان لری، چې ترکاری پلورونکی، کمپیوټرکاران، میوه پلورونکی او نور صنفونه په کې شامل دی. دی وایی چې د ښار ټول کراچی وانان د ښاروالۍ لس افغانۍ نواقل ورکوی، او په خپل زړه یې ورکوی. دی هم دا منی چې پارچه نه ورکول کېږی، خو وایی چې ممکن کله کله پارچه ونه اوسی او یا شاید چاپ شوې نه وی.
عبدالقدوس زیاته کړه: «هو! کله کله پارچه نه ورکول کېږی، ممکن چاپ نه وی او یا کیدای شی کومه بله مسله وی، دا د ښاروالۍ مسؤولیت دی باید پارچه ورکړی، دا چې پارچه نه ورکول کېږی باید لاس پلورونکی ما پرې خبر کړی خو دوی ماته په دې اړه څه نه دی ویلی.»
له ده څخه مو هم د ښاروالۍ د پارچې غوښتنه وکړه، خو په خپله هم ورسره د ښاروالۍ لخوا د نواقلو په نوم پارچه نه وه.
دا چې د نواقلو اخیستو ترڅنګ د کراچی وانانو پر وینا یو څوک د ډنډه مار په نوم هم لس افغانۍ ټولوی، دا موضوع مو هم له عبدالقدوس سره شریکه کړه؛ نوموړی په دې اړه وویل :« دوی زموږ خلک دی موږ مقرر کړی دی، دوی ښاری انضباطان دی او په ښار کې له هغو لاس پلورنکو د ورځې لس افغانۍ اخلی، چې د سړک د ویالې پر سر سودا خرڅوی چې شمېر یې شاوخوا ۲۵۰ تنو ته رسېږی، موږ ۸ نفره انضباطان لرو او پیسې خپلو منځو کې ویشی.»
خو د ګهیځ په ترلاسه کړو اسنادو کې ښکاری، چې ډنډه ماران له ټولو کراچی وانانو د ورځې لس افغانۍ اخلی، کومه خبره چې د لاس پلورونکو رئیس عبدالقدوس نه منی.
د مرکو په جریان کې د مهترلام ښار د اصنافو د اتاق رئیس عبدالولی قدوسی سره هم وغږیدو. دی وایی، په مهترلام ښار کې یې کراچی وانان په صنفونو ویشلی، بنجاره، ترکاری، میوې او نور هغه صنفونه دی، چې دوی بیل کړی، خو دی وایی چې د ټولو تعداد شاوخوا (۵۰۰۰) پنځه زرو تنو ته رسېږی.
قدوسی زیاته کړه: «مهترلام ښار کې له دې ټولو لاس پلورونکو څخه د ښاروالۍ لخوا هره ورځ لس افغانۍ نواقل اخیستل کېږی، د ښاروالۍ سړی راځی لس افغانۍ ټولوی خو پارچه نه ورکوی، زه نه پوهېږم، چې دې پیسو کې څومره د ښاروالۍ بودیجې ته ورځې او څومره شخصی جیبونو ته ځی»
د ډنډه مار مسأله مو هم له ده سره شریکه کړه. د نوموړی په خبره چې دا خلک دوی مقرر کړی دی چې په ښار کې د بې نظمیو مخه ونیسی.
د اصنافو رئیس قدوسی وویل: « دوی ښاری انضباطان دی زموږ اتحادیې مقرر کړی، چې ښار کې د بې نظمیو مخه ونیسی په دې اړه مو ښاروالۍ په جریان کې کړې خودا کومه دولتی برنامه نه ده، بلکې موږ خپله شخصی دا خلک مقرر کړی دی تر څو له هغوی پیسې ټولې کړی، چې د سړک د ویالو پر سر کاروبار کوی چې شمېر یې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته رسېږی او دغه پیسې ډنډه ماران په خپلو منځونو کې ویشی»
د ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې د معلوماتو له مخې، چې په ښار کې شاوخوا ۴۵۰۰ کراچی وانان شته، خو د اصنافو رئیس عبدالولی قدوسی وایی، چې تر ۵۰۰۰ پورې لاس پلورونکی په ښار کې کار او بار کوی، له دې ټولو هره ورځ لس افغانۍ اخستل کېږی.
دا چې په منځنی ډول له ۴۵۰۰ کراچی وانانو څخه د ورځې لس افغانۍ واخیستل شی، نو د یوې ورځې پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) افغانۍ کېږی. د همدې حساب پر اساس د میاشتې یو میلیون او درې لکه پنځوس زره (۱۳۵۰۰۰۰) افغانۍ او د یوه کال شپاړلس میلیونه او دوه سوه زره (۱۶۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کېږی، چې باید د ښاروالۍ بودیجې ته ورشی. خو د ګهیځ په اسنادو، شواهدو او مدارکو کې ښکاری، چې د ښاروالۍ لخوا کراچی وانانو ته کومه پارچه نه ورکول کېږی، نو څه ډول دغه پیسې د ښاروالۍ په حساب کې جمع کېږی؟ روان کال کې څومره افغانۍ د ښاروالۍ حساب ته ورغلی او په څومره پیسو کې غبن شوی؟ هغه پوښتنې دی چې د ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې له مدیر ذبیح الله حمیدی سره مو شریکې کړې.
نوموړی وایی، دوی په مهترلام ښار کې د کراچی وانانو دولس صنفه لری، چې د ټولو شمېر شاوخوا څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) ته رسېږی، چې په ښار کې د سړک په غاړو او د ویالو په سرونو مو ځای پرځای کړی دی.
حمیدی وایی،ښار والۍ د تاجایی په نامه د فی متر مربع پنځه افغانۍ اخلی، او دا پیسې د قانون مطابق ټولیږی او د ښاروالۍ حساب ته ورځی. نوموړی دا نه منی، چې په دې پیسو کې فساد شوی؛ دی وایی ټولې پیسې د ښاروالۍ حساب ته ورغلی او دا پروسه شفافه ده، کومه درغلی په کې نه کېږی، خو دی وایی چې دوی به په دې اړه څېړنه وکړی، که ستونزه موجوده وی نو دوی به یې په اړه اقدام وکړی.
نوموړی د یو شمېر اسنادو له لیدولو وروسته دا ومنله چې پارچه نه ورکول کېږی. هغه وویل:«تاجایی د ښاروالۍ قانونی حق دی چې باید واخیستل شی، خو داچې پارچه ولې نه ورکول کېږی موږ به یې په اړه پلټنه وکړو، موږ د ښاروالۍ لخوا قانونی ټاپه شوې پارچې لرو، چې په مسلسل نمبر سره ورکول کېږی.»
د ډنډه مار یا د ښاری انضباطانو موضوع مو هم د ښاروالۍ له همدې مدیر سره شریکه کړه. دی یې په اړه وایی، چې دوی دې باره کې دوی ته کوم هدایت نه دی شوی، دا کار خپله دو کاندارانو لخوا جوړ شوی دی او کومه قانونی بڼه نه لری، دوی یوازې د ښار د نظم لپاره دا کار کړی دی.
حمیدی وویل:« زه نه پوهېږم چې ډنډه ماران څومره دی او څومره پیسې به ټولوی خو دا کار کومه قانونی بڼه نه لری دوی یوازې د خپل نظم په خاطر دا کار کوی او د خپلو اتحادیو له لوری یې دغه کسان ټاکلی دی.»
زموږ د ترلاسه کړو اسنادو له مخې ښکاری چې په ورځنی ډول د نواقلو په نوم له راټولو شویو پیسو څخه یې له اته زرو (۸۰۰۰) تر لسو زرو (۱۰۰۰) زرو د ښاروالۍ حساب ته ورځی، دا چې نورې پیسې چېرته ځی په دې اړه ذبیح الله حمیدی وویل چې دوی ته د خپل ټارګیټ پیسې ورکول کېږی، داچې پیسې اخیستل کېږی او پارچه نه ورکول کېږی، نو په اړه به یی څېړنه کوی.
د مهترلام ښار د اصنافو رئیس وایی چې په ښار کې له ټولو کراچی وانانو څخه د نواقلو په نوم پیسې اخستل کېږی، خو کومه پارچه نه ورکول کېږی، نو دا چې دوی ته پارچه نه ورکول کېږی دا به څنګه معلومه شی، چې د ښاروالۍ حساب ته د ورځې څومره پیسې ورځی، په دې اړه مو د مهتر لام د ښاروالۍ د مالی او اداری مدیریت څخه د معلوماتو ترلاسه کولو غوښتنه وکړه خو معلومات یې رانکړل او یوازې یې د لومړۍ ناحیې د مدیر په مرکه اکتفاء وکړه.
گهیځ