کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم بندر ته د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر الهام محکوموف او مل پلاوی، چې ورسره د افغانستان ترانسپورټ عمومی رییس، ننګرهار مرستیال والی، امنیه قومندان، د بهرنیو چارو رییس او اړونده نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، تورخم ته د هوا له لارې سفر وکړ.
یاد سفر کې د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر او مل پلاویی تورخم اړونده مسوولینو ترانسپورټ عمومی مدیر، ګمرک آمر، تورخم ښاروال او استخباراتو مرستیال سره د لیدلو وروسته فرضی کرښې څخه هم لیدنه وکړه.
په ورته مهال راغلی پلاوی تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسی لار یاده کړه او یادونه یې وکړه، چې موږ کوشش کوو د افغانستان ټرانزیټ او ملی اقتصاد ته وده ورکړو، څو په دغه برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږی.
د ازبکستان ترانسپورټ وزیر دا هم وویل، چې جنوبی اسیا د مرکزی اسیا سره د افغانستان له لارې نښلولو سره به د افغانستان ملی اقتصاد ډېره پراختیا پیدا کړی، چې ورسره به موږ دلته لس زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ