کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۶ مه نېټه):
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر مولوی عبد السلام ضعیف پدې نظر دی چې د افغانستان “۹۵ سلنه” طالبان پر ښځو د زده کړې او کار د محدودیت په اړه له خپل مشرتابه بېل نظر لری او پدې اړه د مشرتابه له فرمانونو سره موافق نه دی.
ښاغلی ضعیف له بی بی سی سره په مرکه کې ویلی هغه طالب مشران چې پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو سره مخالف دی، د طالبانو له مشرتابه سره وخت- ناوخت پر دې موضوع خبرې او مشورې ورکوی. نوموړی زیاتوی چې د طالبانو مشرتابه لا تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.
ښاغلی ضعیف اوسنیو واکمنو ته سپارښتنه کړې ده چې څومره چې ژر ممکنه وی لګول شوی محدودیتونه لرې کړی.
په دې مرکه کې مولوی ضعیف همدارنګه لوېدیځوال او په تېره امریکا تورنه کړې چې په وینا یې د افغانستان د اقتصادی مخ په ځوړ حالت لامل ګرځېدلې او د افغانستان له خلکو سره همکاری نه کوی.
د یادونې وړ ده چې مولوی عبدالسلام ضعیف په ۱۹۹۰مو کلونو کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ؤ او د جمهوریت په راتلو یوه لنډه موده په ګوانتانامو زندان کې بندی ؤ.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ