په نورستان کې هستوګنې بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په وېش کې د نا برابرۍ نه شکایت کوی

په نورستان کې هستوګنې بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په وېش کې د نا برابرۍ نه شکایت کوی

راپور: ذبیح الله قاضی زاده

د نورستان مرکز پارون او واما ولسوالۍ ته ددې ولایت له نا امنو سېمو را کډه شوې کورنۍ ادعا کوی چې د دوی په نوم را ویستل شوې مرستې د یاد ولایت کډوالو چارو ریاست لخوا د دوی پر ځای نا مستحقو کسانو ته ورکول کېږی.
پدې وروستیو کې د نورستان ولایت د واما او پارون ولسوالیو ته له نا امنو سېمو او د وسله والو مخالفینو له وېرې سلګونه کورنۍ را کډه شوې دی چې د نورستان ساړه ژمی له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی او د دولت او مرستندویه ټولنو لاس نیوی ته اړ دی.
د دغه بې ځایه شویو کورنیو غړی وایی چې د جګړې له وېرې تش لاس او یوازې له خپلو ماشومانو سره له کوره را وتلی او اوس دلته په کرایه او یا هم د خپلو خپلوانو په کورونو کې له ستونزو ډک ژوند تېروی او زیات شمېر کسان وایی چې تر اوسه یې له هېڅ لوری مرسته نده تر لاسه کړې او دعوه لری چې د دوی په نوم ترسره شوې مرستې مستحقو کسانو ته نه دې رسیدلې.
دغه کورنۍ وایی چې د کډوالو ریاست او د نورو مؤسساتو کار کوونکی راشی د دوی نومونه ولیکی، سروې ګانې وکړی او ژمنه وکړی چې د خوراکی توکو، سرپناه او نورې اړینې مرستې به ورسره وکړی، خو تر او سه ورسره هېڅ ډول مرسته نده شوې.
دوی زیاتوی چې د کډوالو په نوم را ویستل شوې مرستې، غیر مستحقو او داسې کسانو ته ورکول کېږې چې مخکې یې هم څو څو ځلې مرستې ترلاسه کړې او یا هم داسې خلکو ته ورکول کېږی چې د دوی او کارکوونکو خپل خپلوان دی او واسطه لری.
فضل مولا چې د نورستان له وایګل ولسوالۍ څخه د واما ولسوالۍ ته کډه شوی دی، وایی: «د نورستان له بېلا بېلو ولسوالیو څخه زیات خلک واما ولسوالۍ ته مهاجر شوی دی، دلته اکثره یوې کورنۍ او معلومو کسانوسره همکارې کېږی. مرسته شوی مواد په خپلوانو وېشل کېږی. له یوې کورنۍ د لسو کسانو نومونه لیکل کېږی او هغوی ته مواد ورکول کېږی. اصلی مهاجرین او مستحقو کورنیو څخه یو کس ته هم نه ورکول کېږی.»
همدارنګه د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان مرکز پارون ته راکډه شوی عبد الخالق وایی چې تېر کال یې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او داعش یا اسلامی دولت ډلې تر منځ سخت جنګونه روان وو، د نوموړی په خبره په یادو جنګونو کې د وسلوالو ډلو تر څنګ ځایی خلکو ته هم مرګ ژوبله او زیانونه واوښتل او ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړشوې.
عبدالخالق وایی چې دده کورنۍ هم له همدې جګړو له امله، د شمېر نورو کورنیو په ګډون د نورستان مرکز پارون ته راغلل او دلته په کرایه کورونو کې دېره شول چې ډېر سخت ژوند تېروی.
عبدالخالق وایی د کډوالۍ په لومړیو شپو ورځو کې له دوی او نورو کډوالو سره یوڅه مرستې وشوې خو له هغه وروسته د کډوالو ریاست او نورو مؤسساتو کار کوونکی راځی، سروې ګانې وکړی او د مرستو ژمنې راسره وکړی خو بیا هېڅ نه وی.
عبدالخالق زیاتوی چې:” دلته داسې د استوګنې ځایونه هم نشته، خو یوه کوټه مو پیدا کړه په هغې کې په کرایه اوسېږو، له موږ سره تر اوسه د دولت او یانورو مرستندویه مؤسسو مرستې نه دی شوې چې درد مو پرې دواشی.”
عبدالخالق وایی چې: “د مهاجرینو ریاست او نور خلک راشی سروې وکړی زموږ طمعه پیداشی چې مرسته به راسره وکړی خو سروې چې وشی خلک لاړشی او د مرستې بیا درک نه لګیږی، او چې خبرېږو د مرستو یوه برخه راشی هغه هم د واسطو والا او یا د دوی خپلو خپلوانو ته ورکول کېږی او ډېرې یې هېڅ نورستان ته راځی نه، په ننګرهار کې خرڅېږی او دلته نه را رسېږی.”
یو بل کډوال محمد چې دی هم د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان مرکز پارون ته مهاجر شوی دی په دې اړه وایی: “په لومړیو شپو ورځو کې کډوالو سره یو څه مرستې وشوې، خو له هغه وروسته د مرستې په وېش کې خلکو سره توپېری چلند شروع شوی، خپل خپلوان، دوستان او د واسطو خاوندان پکې پالل کېږی.غریب او بې واسطې کسان ترې بې برخې پاتې وی.”
بل خوا په واما ولسوالۍ کې د کډوالو شورا مشر عظمت الله بیا د نورستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسؤولینو باندې نېوکه کوی چې د مرسته شوو، موادو په وېش کې دوی سره د مور او میرې چلند کوی او د خپلو اولادونو او نورو خپلوانو نومونه لیکی او د دوی حق هغوی ته ورکوی.
د واما ولسوالۍ د کډوالو د شورا مشر وایی: “موږد واما ولسوالۍ په مربوطاتو کې تقریبا ۳۳۰ کورنۍ مهاجرین اوسېږو .د مهاجرینو په نوم مرستې راځی، د مهاجرینو رئیس د خپلو اولادونو او خپلوانو نومونه لیکی، هغوی ته مواد ورکوی ،خو موږ چې بې کوره او بې وسه یو، په پردیو کورونو کې اوسېږو، زموږ د مهاجرو نومونه،نه لیکی.”
یاد کډوال دا دعوه هم لری چې د دوی د ژوند له ناوړه شرایطو حکومت او مرستندویه ادارې خبرې دی، خو څوک ورسره مرسته نه کوی.
خو بل خواته بیا په نورستان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤولین دا نه منی چې ګنې دوی دې کډوالو سره د مرستو په وېشلو کې توپیرېز چلند کړی وی.
د نورستان ولایت د کډوالو او راستندونکو چارو امر ضیاء الله وایی چې نورستان ولایت ته څومره مهاجرین له نا امنیو او یا نورو لاملونو له امله راکډه شوی دی، دوی ورسره یوه اندازه مرسته کړې او بیا هم سروې ګانې شوې دی او په لنډ وخت کې به ورسره نورې مرستې هم وشی.
دی وایی څرنګه چې دوی په دې ځای کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره ځانګړی ځای نه لری، چې هغوی پکې استوګنه وکړی، نو دوی ته کره معلومات نه کېږې، خو دده په خبره که بیا هم څوک تر اوسه نه وی سروې شوی، اړیکه دې ټینګه کړی دوی به ورسره مرسته وکړی.
نوموړی دا ردوی چې ګنې دوی دې له کډوالو سره په مرستو کې توپیری چلند کوی او یا دې مرستې د خپلې کورنۍ غړیو او خپلوانو ته ورکوی.
د نورستان د کډوالو ریاست دغه چارواکی زیاتوی چې: “مونږ ته که عظمت خان راشی او که بل څوک، موږ ورسره همکاری کوو او توپیری چلند مو تر اوسه له چا سره ندی کړی.”
همدا رنگه د نورستان مرستیال والی محمد هاشم فیضی هم وایی کوم کسان چې د داعش یا وسلوالو طالبانو له وېرې او یا هم نورو بېلابېلو لاملونو له امله د نورستان مرکز پارون، واما او ددې ولایت نورو امنو سیمو ته کډه شوی ورته یی په خپل وخت مرستې رسولې او که څوک ترې پاتې وی، هغوی دې ورسره اړېکې ونېسی.
ښاغلی فیضی زیاتوی چې: “له ټولو مهاجرینو سره که هغه په واما ولسوالۍ کې دی که له کامدیش او کشتوز څخه د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته کډه شوی دی ورسره همکاری کوو، که تاسو سره چا اړېکه نېولې وی، هغوی دې زموږ خوا ته راشی چې دلته د کډوالو چارو مسؤولینو سره یې مخامخ او ستونزې یې هوارې کړو.”
په نورستان کې دا مهال نزدی درې زره داخلی کورنی بې ځایه شوی وګړی ژوند کوی چې د نا امنیو جنگ جګړو او د وسله والو مخالفینو له وېرې یې خپل کورونه پرې ایښې او د نورستان مرکز پارون په ګډون د یو شمېر ولسوالیو په مرکزونو کې، په نه شته امکاناتو، په یخ او واورین موسم کې له ستونزو ډک ژوند تېروی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.