کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۶ مه نېټه):
د ارګ ټویټر پاڼې د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې د ایران د پارلمان پلاوی په کابل کې د ریاست الوزرا له سیاسی مرستیال سره لیدلی.
د دې ټویټ پر بنسټ، دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سواګرۍ او پانګونې پر ودې خبرې شوې دی.
په ټویت کې همدارنګه راغلی، چې سیاسی مرستیال په دې لیدنه کې له ایرانه د متقابل دروناوی په فضا کې ښه ګاونډیتوب او مثبت تعامل غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې ایران او افغانستان ګډې ګټې لری او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې یې اړیکې پراخې شی.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر له دغه ایرانی پلاوی سره په کتنه کې ویلی و، چې د دواړو هېوادونو ګډو دوښمنانو ته به اجازه ورنه کړی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ