د نجونو د تعلیمی او تحصیلی بهیر بیا پیل، د هېواد د قاطع اکثریت غوښتنه!

د هېواد مشهور دینی او سیاسی شخصیت او په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر مولوی عبد السلام ضعیف له بی بی سی راډیو سره په خپله یوه تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د هېواد د اوسنی حکومت “۹۵ سلنه” مشران او مامورین هم پر ښځو د زدکړې او کار په اړه له لګول شویو اوسنیو محدودیتونو سره سره موافق نه دی.
ښاغلی ضعیف زیاته کړې ده چې د اوسنی حکومت هغه مسؤولین چې پر ښځو له لګول شویو بندیزونو سره مخالف دی وخت نا وخت د حکومت له مشرتابه سره پر دې موضوع بحث کوی او مشرتابه ته مشورې ورکوی چې د نوموړی په خبره لا پدې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نده شوې.
مولوی عبدالسلام ضعیف په تېرو څو لسیزو کې د خپلې هغه سیاسی موضعګیرۍ او پر رښتیا ولاړو تحلیلیونو، ویناوو او شننو له امله، نه یوازې په کور د ننه افغانستان کې، بلکې په ګرده نړۍ او په تېره بیا د افغانستان د ګاونډ په هېوادونو کې یوه مطرح او پېژندل شوې څېره ده.
نوموړی د افغانستان، سیمې او نړۍ له بدلیدونکو حالاتو پوره باخبره دی او همدا وجه ده چې حالات ښه څېړی او د راتلونکې په اړه پر واقعیتونو ولاړه او معقوله وړاندوینه کولای شی.
د مولوی ضعیف تر ټولو سیاسی پوهه او ځېرکتیا دا همګڼلای شو چې د پاکستانی جنرالانو له خوا یو ځل پر امریکایانو او لویدیځوالو یې د ده په خپله خبره تر خرڅېدو وروسته، د ګاونډی هېواد شیطانی سیاست په غور سره مطالعه کړی او له اړونده سیاستونو او دریځونو څخه یې پر واقعیت ولاړه شننه او تحلیل وړاندې کولای شی او تر ډېره د هغه نبوی حدیث شریف پر مفهوم عمل کوی چې “مؤمن له یوه سوری څخه دوه ځله نه چیچل کېږی.”
بل خواته د مولوی ضعیف خبره پدې هم سمه ښکاری چې د اوسنی دولت ډېرو لوړ پوړو چارواکو چې په سر کې یې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مرستیال ښاغلی ستانکزی نوم اخیستلای شو، په وار وار د نجونو پر مخ د تعلیمی او تحصیلی مرکزونو د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې او د نجونو د تعلیمی او تحصیلی مرکزونو بند پاتې کېدل یې د دې هېواد او دې ټولنې په زیان ګڼلی دی.
له هېواد څخه بهر هم په تېرو دوه کلونو کې څه د اسلامی نړۍ او څه هم د نورو غیر اسلامی هېوادو په کچه د ټولو غوښتنه همدا ده چې په هېواد کې دې د نجونو د زده کړو بهیر بیا پیل شی او پرې دې ښودل شی ترڅو د دې ستړی او ځپل شوی ولس خویندې او لوڼې د ټکنالوژۍ پدې رنګین عصر کې د خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره د علم او پوهې په ګاڼه سمبال شی.
دا هم باید په پام کې وساتو چې دا یوازې د مولوی عبدالسلام ضعیف یا د هغه په څېر د نورو علماوو او پوهانو خبره هم نده چې غواړی په هېواد کې دې د نجونو او مېرمنو د زده کړو په ټپه دریدلی بهیر بیا پیل شی، د تېرو دوه کلونو په موده کې عام ولس او د دې ولس علماوو او پوهانو په وار وار دا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ باید د تعلیمی او تحصیلی مرکزونو دروازې پرانیستل شی.
دا به ومنو چې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې مو هېواد د امریکایی غلیم له خوا اشغال ؤ او د ژوند د بل هر ډګر په څېر یې د نجونو پر زده کړو او د هغوی پر کار هم اغېزه کړې وه، خو اوس چې دا دی پوره دوه کاله کېږی ولس او هېواد مو د امریکایی او اروپایی یرغلګرو له وجود څخه پاک شوی، نو په کار ده چې د ښځو او نجونو د زده کړو او تعلیم په برخه کې د نورو اسلامی هېوادو په څېر علمی او عملی ګام واخلو او د خپل ولس د تر ټولو لوی قشر چې علماء او پوهان هم پکې شامل دی، دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ووایو.
یو بل مهم ټکی چې په تېرو دوه کلونو کې د دې بهیر په ټپه دریدلی حالت را په ګوته کړ، دا هم دی چې د نجونو د زده کړو د لړۍ په بهانه یو شمېر کورنی او بهرنی مغرض لاسونه او کړۍ غواړی دلته په هېواد او ولس کې د ناخوالو او ستونزو لړۍ ته دوام ورکړی، ځکه خو زمونږ له انده په کار ده چې د دې ډول مغرضو کړیو او د هېواد او ولس د تل پاتې دښمنانو د پټو او ښکاره دسیسو او توطیو د شنډولو او د هغې د مخنیوی په موخه هم دغه لړۍ بیا پیل کړو او پرېنږدو چې یوه لور ته مو د هېواد تر نیم زیات نفوس د جهل په تیارو کې همداسې پاتې شی او بل خوا د هېواد داخلی او بهرنی دښمنانو ته د دې زمینه برابره شی چې پدې بهانه دلته بیا فساد ته لمن ووهی.
و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.