د نورستان له روغتیایی کلینیکونو د خلکو شکایتونه او د چارواکو متضاد دریځونه
راپور: ذبیح الله قاضی زاده
د نورستان په روغتیایی مرکزونو کې د درملو او ناروغانو ته د نورو آسانتیاو نشتوالی خلک ستونزو سره مخ کړی دی، خلک وایی د دوی په خبره په نوم یې له حکومت نه پېسې اخیستل کېږی خو درمل او نورې آسانتیاوې نشته دی، خو په کابل او پارون کې چارواکی بیا په اړه یو نظر نه لری.
د نورستان اوسېدونکی وایی چې په روغتیایی مرکزونو کې د درملو نه شتون، خلک له ستونزو سره مخ کړی دی .د دوی په خبره چې له یوې خوا دکرونا دوهمه څپه پیل شوې او بل خوا یخنی ده خو په روغتیایی مرکزونو کې دناروغانو لپاره هېڅ آسانتیاوې نشته.
د لویدیځ نورستان د دواب ولسوالۍ قومی مشر حاجی میراجان وایی: ” درمل نشته، که و هغه هم بې کیفیته به وو چې هېڅ کار به یې نه کولو، اوس هغه هم نشته، له ډاکترانو څخه هېڅ شکایت نشته، ښه تکړه ډاکتران لرو خو اساسی ستونزه مو د درملو ده چې په کلنیکونو کې نه ورکول کېږی.”
حاجی میراجان زیاتوی چې: “د روغتونونو د ودانیو د ترمیم پېسې یی ندی ورکړې، بامونه څاڅی اوبه یی په ناروغانو راځی، یخنی ده، په کوټو د پلاسټیک او خاورې اچولو پېسې ندی ورکړل شوې، د اعاشې پېسې نشته او اوس دومره مخلوق کلنیک ته راځی چې درمل نه وی، ډاکټرانو ته لاس اچوی او ورته وایی درمل تاسو په بازار کې پلورۍ او ناروغانو ته یې نه ورکوئ.”
د حاجی مېرا جان په خبره چې د همکارې مؤسسې مسؤولین د دوی ستونزو ته هېڅ پام نه کوی.د دوی په نوم په میلیونونو افغانۍ له حکومت نه را ویستل کېږی. خو نه روغتیایی کار کوونکو ته نه په وخت معاشونه ورکوی او نه د ناروغانو لپاره درمل نورستان ته رالېږی.له دې معلومېږی چې د اهیډ په نوم مؤسسې سره لوړ پوړی چارواکی او یاهم زور واکی په فساد کې شریک دی.
د نورستان ولسی خلک شکایت لری چې وزارت او ولایت ورسره څو ځلې ژمنه وکړه چې د دوی روغیتایی ستونزو ته دسم لاس رسی په خاطر به اهیډ مؤسسې سره قرار داد پای ته ورسوی او یوې داسې مؤسسې ته به قرارداد ورکړی چې هغوی یې ستونزې حل کولای شی، خو لا هم دغه ژمنه نده عملی شوې او دوی له ستونزو سره لاس اوګرېوان دی.
خلک وایی په ولایت کې یی د واورې ورښت او یخنی پیل شوې چې ورسره سم د کویډ ۱۹ ناروغۍ دوهمه څپه هم پیل شوې او د دوی په خبره په هر کور کې په زکام، سېنه بغل او په تبه اخته ناروغان پراته دی.
دوی وایی په ډېرو ستونزو خپل ناروغان تر روغتیایی مرکزونو ورسوی، خو هلته بیا د ناروغانو لپاره هېڅ ډول آسانتیا نه وی.
د دواب ولسوالۍ د بجه ګل کلی اوسېدونکی امیر حمزه وایی چې د دواب کلنیک ته یی درې ساعته په پښو مزل کړی، تر څو یې ناروغ را رسولی، خو اوس چې دلته ګوری درمل نشته او دوی دومره وس نه لری چې درمل له بازاره واخلی نو اړ دی چې بېرته کور ته لاړ شی.
د بجه ګل کلی دغه اوسېدونکی وایی چې: ” په درې ساعتونو کې دلته را ورسېدم خو چې ګورو دلته د بستر لپاره هېڅ سهولت نشته، د عملیاتو سامان نشته او حتی هغه لومړنۍ دوا هم نشته چې یو عادی ناروغ ته ورکول کېږی.”
همدارنگه اختر محمد چې د واما ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایی :”هر وخت چې یې روغتیایی مرکز ته ناروغ وړی، ډاکترانو ورته ویلی چې موږ سره په کلینیک کې درمل نشته او له بازاره یې واخله.”
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی محمد علی هم ورته شکایت لری او وایی:” هسې په نوم کلینیکونه دی او دوا پکې نشته، له مرکزه به دوا راځی خو موږ ته یې نه راکوی، چې په بازار کې یې خرڅوی او که هرڅه پرې کوی، موږ ته یوازې ډاکتران نسخې لیکی او موږ ټوله دوا له شخصی درملتونو څخه اخلو.
محمد علی وایی: ” شل دېرش ځلې د خپلې سیمې کلنیک ته تللی یم چې درمل به راکړی، خو چې درمل نه وی، خپل مریضان کونړ ته انتقالوو او هلته د خپلو مریضانو درملنه کوو.”
نوموړی پدې باور دی چې له کابل څخه به کلنیک ته دوا راځی، خو خلکو ته یې څوک نه ورکوی، داخلک به یې خرڅوی او که هر څه به پرې کوی، خو خلکو ته ورقه ورکوی او خلک یې په بازار کې په پیسو اخلی.
د نوموړی په خبره خلک غریب دی او هر سړی له شخصی درملتونونو له درملو اخیستلو او یا بل ځای ته د ناروغانو د انتقال وس نه لری، نو حکومت ته پکار دی چې په روغتون او روغتیایی مرکزونو کې د درملو او نورو آسانتیاوو ستونزې هوارې کړی.
په نورستان کې (د عامې روغتیا ریاست مسؤولین) منی چې روغتیایی مرکزونه د درملو کمۍ، د سون توکو نه شتون او نورو ستونزو سره مخ دی خو د اهېډ همکارې مؤسسې مشرانو چې د نورستان ټول روغتیایی مرکزونه ورسره دی له دوی سره ژمنه کړې چې د کلنیکونو د ګرمولو، د ناروغانو د خوراک او د دوی د بستر لپاره یې یو څه وسایل اخیستی، درمل به هم په راتلونکې اونۍ کې په کابل واخیستل شی او ټولو روغتیایی مرکزونو ته به ورسول شی.
د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ذکی الله ستوری پدې اړه وایی:”په نورستان کې مو د روغتیایی کار کوونکو د معاشونو ستونزه حل کړې، ټولو ته د څلورو میاشتو معاشونه ورکړل شوی دی، د کلنیکونو ګرمولو ،د ناروغانو د خوراک او اغوستن وسایل مو هم یو څه اخیستی دی.د درملو ستونزه شته، هغه به هم په راتلونکې اونۍ کې حل شی او ټولو روغتیایی مرکزونو ته به ورسول شی. ”
همدارنګه د نورستان مرستیال والی محمد هاشم فیضی هم وایی چې د اهیډ په نوم همکارې مؤسسې څخه د قرار داد اخیستلو لپاره دوی تر ولسشمرۍ ماڼۍ هم خپلې غوښتنې رسولې دی له هغې خوا هم ورسره ژمنې شوې خو لاعملې شوې ندی
د ښاغلی فیضی په خبره چې د یادې مؤسسې په چوکاټ کې شته فساد او د نورستانیانو ستونزو حل ته یی نه ژمن توب د دې لامل شوی تر څو دوی یې پر خلاف خپل غږ پورته کړی.
خو په ورته وخت کې بیا په پلازمینه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی پدې اړه وایی: “مخکې د نورستان ولایت په روغتیایی مرکزونو کې ستونزې موجودې وې، خو اوس ورته د اهېډ همکارې مؤسسې مسؤولینو ورته ویلی چې روغتیایی مرکزونو ته؛ لکه: درمل، د ژمی لپاره د سون توکی او نور هغه څه چې د ناروغانو لپاره په بستر کې ضروری دی ورکړل شوی دی.”
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند زیاتوی چې:” په دې هکله د مؤسسې مسؤولینو موږ ته ډاډ راکړی چې هلته هر څه چې د ناروغانو د بستر لپاره اړین دی تر څو په بستر کې ناروغان شپې او ورځې ګرمې تېرې کړی، ټول اړین مواد موجود دی او له ژمی وړاندې مو هلته ځای پرځای کړی دی او موږ هېڅ ډول ستونزې نه لرو.”
د روان لمرېز کال له پیل څخه د نورستان په روغتیایی مرکزونو کې د درملو کموالی او د روغتیایی کار کوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله دیاد ولایت په ۴۲ کلنیکونو کې ډاکټرانو څه باندې دوه میاشتې کاری اعتصاب وکړ اما ډاکتران وایی چې اوس د ډاکټرانو د معاشونو ستونزه تر یوه حده حل شوې خو د درملو او نورو آسانتیاوو د نه شتون مشکل لاهم په خپل ځای پاتې دی.
گهیځ