د ننګرهار د بېلابېلو ادارو رئیسان او کارکوونکی په رسمی وختونو کې په خپلو ادارو کې نه وی حاضر

د ننګرهار د بېلابېلو ادارو رئیسان او کارکوونکی په رسمی وختونو کې په خپلو ادارو کې نه وی حاضر

راپور: ذیشان ذهین

په جلال آباد کې د ګڼو ملکی ریاستونو او ادارو مراجعین، شکایت لری چې اکثره وختونه یاد رئیسان او آن ټېټ رتبه مامورین یې په دفترو کې نشته وی او د دوی هغه کار چې باید یوه ورځ کې ترسره شی، په ورځو ورځو ځنډېږی، چې په وینا یې دغې کړنې د خلکو زړونه ادارو ته له مراجعې تور کړی او حکومت سره یې د ولس واټن زیات کړی دی.
په ننګرهار ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیی چې د یاد ولایت یو شمېر دولتی ریاستونه د اونۍ په ترڅ کې یا بند وی او یا یې رئیسان ډېر ناوخته دندې ته حاضریږی، چې د وخت دغه فساد ټیټ پوړو کارکوونکو ته هم د وظیفوی غفلت انګېزه رامنځ ته کړې او د خلکو او مراجعینو شکایتونه یې زیات کړی دی.
د ننګرهار په روغتیا ریاست کې یوې سرچینې چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی، ګهیځ ته وویل چې د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې د ماشومانو او قابله ګانو څانګې ګڼ شمېر نرسانې او نرسان د خپل کار په رسمی وخت کې په نږدې خصوصی پوهنتونونو کې خپلې زده کړې بشپړوی، چې له امله یې ټولې ترسره کېدونکې چارې د څو محدودو نرسانو غاړې ته لویږی.
همدارنګه د یاد ولایت د پوهنې،کرهنې او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو رئیسان او د مستوفیت مسؤولین په رسمی وخت کې په خپلو ادارو کې حاضر نه وی چې له امله یې ګڼ شمېر مراجعین او ښاریان لالهانده او سرګردانه ګرځی.
په جلال آباد کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ خبریال ته وویل چې د ننګرهار د پوهنې رئیس په ورځو ورځو له خپل دفتر نه غیر حاضر وی، چې دفتر ته د نه راتګ له امله یې زیات شمیر مراجعین خپلې عریضې، ضروری اسناد او هغه غوښتنلیکونه چې د رئیس لاسلیک ته اړتیا ولری، د نوموړې کور ته ور وړی او هلته د یوې شپې _ ورځې له تېرېدو وروسته د خلکو چارې بشپړې او بیا ورته خپل غوښتنلیکونه سپارل کېږی.
په جلال آباد کې یوې سرچینې د ګهیځ له خبریال سره ځینې داسې ثبوتونه هم شریک کړی دی، چې ښکاروی د ننګرهار په ځینو ریاستونو کې نه یوازې په رسمی وخت کې یې رئیسان نشته، بلکې یو شمېر شعبې هم بندې او د آمرینو ترڅنګ یو شمېر مامورین هم خپلو دندو ته په ځنډ سره حاضریږی.
که څه هم له ګهیځ سره په رسمی خبرو کې د ریاستونو مشران، په خپلو اړونده ادارو کې د وخت فساد په اړه شته اندېښنې په کلکه ردوی، خو پدې برخه کې شته اسناد دا په ډاګه کوی چې په خپله یاد رئیسان هم په بېلابېلو رسمی وختونو کې یا ناوخته او یا هم بالکل دندو ته نه دی حاضر شوی.
د دغو ادارو رئیسان ډېری مهال په خپل ریاست کې د نه حضور دلایل له دفتره بهر په ولایتی ادارې او یو شمېر نورو ځایونو کې کېدونکی مجلسونه یادوی، خو د کرهنې له رئیس انعام الله ساپی پرته نور رئیسان دا نه منی چې ګواکې کارکوونکی یې په رسمی وختونو کې په ځنډ خپلو دندو ته حاضرېږی.
د ګهیځ خبریال د رسمی ورځو په بېلابېلو وختونو کې د یو شمېر ریاستونو له مشرانو سره لیدل غوښتل ترڅو د یادو ادعاوو او وړاندې شویو ثبوتونو په اړه د هغوی نظرونه واخلی خو په بېلابېلو ریاستونو کې رئیسانو شتون نه درلود.
د ګهیځ خبریال چې کله په لومړی ځل د ننګرهار د حوزوی روغتون ریاست مقام کې څوک پیدا نکړل نو هڅه یې وکړه چې د ننګرهار د عامې روغتیا له رئیس ډاکتر نصیر احمد درانی څخه په عامې روغتیا روغتون کې د وخت فساد په اړه نظر واخلی، خو د لیندۍ په ۱۳مه د پنجشنبې په ورځ چې تر غرمې مخکې ۱۱:۳۵ بجې وې، نه د عامې روغتیا رئیس، نه یې کوم سکرتر او نه هم د تحریراتو په مدیریت کې کوم کارکوونکی شتون درلود.
د واټس آپ له لارې مو د عامې روغتیا ریاست له ویاند ظاهر عدیل سره په غږیزه بڼه یاده موضوع شریکه کړه، خو بیا مو هم کوم مطلوب ځواب ونه موند.
همدارنګه د ریاستونو له ډلې د ګهیځ خبریال غوښتل چې د ځینو سرچینو د خبرو پر بنسټ، دندې ته د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری د نه راتګ ترڅنګ د مامورینو ناوخته راتګ په اړه وضاحت ترلاسه کړی، خو لاندې بېلابېلو وختونو کې مو د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری خپل دفتر کې ونه موند.
لومړی وار: پنجشنبه د جدی څلورمه نېټه سهار نهه بجې.
دوهم وار: پنجشنبه د جدی څلورمه نېټه غرمه یوولس نیمې بجې.
درېبم وار: شنبه د جدی شپږمه سهار لس بجې.
څلورم وار: شنبه د جدی شپږمه ماسپښین دوه بجې.
پنځم وار: دوشنبه د جدی اتمه سهار لس نیمې بجې.
شپږم وار: سه شنبه د جدی نهمه سهار نهه بجې.
اووم وار: چهار شنبه د جدی لسمه سهار نهه بجې.
اتم وار: چهارشنبه د جدی لسمه ماسپښین دوه نیمې بجې.
نهم وار: پنجشنبه د جدی یوولسمه سهار لس بجې.
له نهم ځل تعقیب وروسته مو چې کله پوهنې ریاست کې د پوهنې پر رئیس سربېره ددغه ریاست ویاند محمد اصف شینواری هم ونه موند، اړ شو چې د ریاست له مرستیال سید عیسی سره په یاد ریاست کې د وخت فساد په اړه شته اندېښنو ته د پوهنې ریاست ځواب ترلاسه کړو.
نوموړی پوهنې ریاست ته د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری د نه راتګ لوی دلیل پدې وروستیو کې هغه ته او همدارنګه پوهنې ریاست ته شته امنیتی ګواښونه په ګوته کړل.
نوموړی وایی پوهنې ریاست د ورځې په منځنی ډول تر زرو پورې مراجعین لری، چې د اړتیا پرمهال د هغو کسانو عرایض چې چارې یې په رئیس پورې تړلې وی، د لاسلیک لپاره کور ته د رئیس ور وړل کېږی.
نوموړی ګهیځ ته رسېدلی هغه ثبوتونه ونه منل چې ګنې په رسمی وختونو کې د پوهنې ریاست اړوند ځینې شعبې بندې او یا ورته قلفونه اچول شوی وی خو هغه څه چې په اړه یې د ګهیځ خبریال ته ثبوتونه په لاس ورکړل شوی دی.
د ده په خبره د پوهنې ریاست مامورین او کارکوونکی د ټول ولایت په کچه یوازینی خلک دی، چې د وخت په فساد کې یې له ښکېلتیا ځانونه ژغورلی دی. هغه ادعا چې تقریبا د هرې ادارې مشر له ګهیځ سره په خبرو کې مطرح کړې ده.
دوی هغو ثبوتونو ته په اشارې چې په کې د پوهنې ریاست د ځینو شعباتو دروازې بندې ښودل شوې دی، وایی چې د آزموینو د پیل له امله ځینې کارکوونکی د لېسو او ښوونځیو د څارنې لپاره ګومارل شوی، چې له امله یې یو شمېر کارکوونکی شعباتو کې نشته دی، خو دا چې ګومارل شوی کارکوونکی د کومو سیمو لېسو ته تللی؟ په اړه یې نور معلومات له موږ سره نه شریک کېږی او دلیل یې هم امنیتی ګواښونه بولی.
بل لور ته د ننګرهار د کرهنې رئیس انعام الله ساپی بیا په ډاګیزه توګه د خپلو یو شمېر کارکوونکو ناوخته راتګ منی، خو نوموړی د وخت په پرتله د کار پر ښې اجراء ډېر ټینګار کوی.
د ده په خبره هغه کسان چې د ناوخته راتګ سره بیا هم خپل کارونه په فعال ډول ترسره کوی، د درناوی وړ دی.
ساپی له ګهیځ سره په شویو خبرو کې د ځان په اړه وویل چې د رسمی مجالسو له شتون پرته سهار پر اته نیمو بجو خپل دفتر کې حاضر وی، خو د ګهیځ خبریال له مرکې وړاندې درې ځله (شنبه د جدی شپږمه، سهار ۸:۳۸، یکشنبه اووم د جدی یوولس بجې او پنځلس دقیقې، دوشنبه د جدی اتمه، ۰۱:۳۸) نوموړی په خپل دفتر کې و نه موند.
د مرکې پرمهال بیا ډېری رئیسانو په دفتر کې د دوی د نه شتون لوی لامل ولایت او ډېرو نورو برخو سره خپل مجالس په ګوته کول، خو د ګهیځ موندنې ښیی چې د ولایت ډېرو مجالسو ته اکثر وخت د رئیسانو له لورې یو شمېر لوړ رتبه مامورین د ګډون په موخه ورلېږل کېږی.
بل لور د ننګرهار مستوفی احمد نوید بشریار بیا په شپږم وار په مستوفیت کې وموندل شو، ترې وړاندې پنځه ځله په لاندې وختونو کې نوموړی په خپل دفتر کې شتون نه درلود:
لومړی وار: پنجشنبه د جدی څلورمه، سهار اته بجې او پنځوس دقیقی.
دوهم وار: شنبه د جدی شپږمه ماسپښین دوه نیمې بجې.
درېیم وار: دوشنبه د جدی اتمه سهار لس نیمی بجې.
څلورم وار: سه شنبه د جدی نهمه سهار نهه بجې او درې دقیقې.
پنځم وار: سه شنبه د جدی نهمه ماسپښین دوه بجې او دوولس دقیقې.
په پورته وختونو کې چې کله د مستوفیت په دفتر کې مستوفی نه ؤ، د ګهیځ خبریال ملاقاتونه د نوموړی د سکرتریت له کارمند دل احمد سره شوې دی، د مستوفی د نه شتون له امله وروستۍ لیدنه د سه شنبه ماسپښین مهال ؤ چې د مالیه ورکوونکو له عمومی آمر فرمان شاه بهسودی څخه د رئیس د نه شتون دلیل و پوښتل شو، خو نوموړی په دې اړه د خبرو له کولو ډډه وکړه.
احمد نوید بشریار هم ګهیځ سره په خپلو خبرو کې مستوفیت ته د خپلو کارکوونکو ناوخته راتګ نه منی، نوموړی د ځان په اړه هم هغه وختونه چې د ګهیځ له لوری د نېټې، ورځو او وخت سره یوځای نوټ شوی دی، پرته له دې چې په اړه یې سپیناوی وکړی، رد کړل او دا یې د ځان پر وړاندې د خپلو حریفانو یوه دسیسه وبلله. بشریار ټینګار درلود چې هم خپله او هم یې کارکوونکی د رسمیاتو پر مهال په مستوفیت کې حاضر وی، خو د ګهیځ ثبوتونه بیا د نوموړی د دغو څرګندونو خلاف دی او د نوموړی له دغه ادعاوو سره چې په دفتر کې یې د خپل شتون په اړه کوی په ټکر کې دی.
د رئیسانو له ډلې هغه رئیس چې د ګهیځ خبریال په لومړی ځل په خپل دفتر کې حاضر ولید، د اطلاعاتو او کلتور رئیس رحیم الله خوګیاڼی ؤ.
نوموړی د شنبې ورځ د جدی په شپږمه نېټه، مازدیګر درې بجې خپل دفتر کې شته ؤ، خو د دې لپاره چې د ولایت مجلس ته روان ؤ، موږ ته یې یو ورځ وروسته یعنې د دوشنبه لس بجې د مرکې لپاره وخت راکړ، خو دوشنبه د جدی په اتمه، تر غرمې مخکې لس بجې یې بیا په خپل دفتر کې نه ؤ.
دوهم وار: دوشنبه د جدی اتمه ماسپښین دوه بجې.
درېیم وار: سه شنبه د جدی نهمه سهار نهه بجې او پنځوس دقیقې.
څلورم وار: سه شنبه د جدی نهمه ماسپښین دوه بجې او لس دقیقې.
په پنځم وار ورتلو کې تر یو څه انتظار وروسته لس بجې نوموړی په دفتر کې حاضر او مرکه یې ترسره کړه.
په شوې مرکه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رحیم الله خوګیاڼی هم پر وخت د خپلو کارکوونکو راتګ باندې ټینګار درلود، خو یادونه یې وکړه چې یاد ریاست کې د خدماتی او تولیدی برخې چارې ډېرې دی، چې له امله یې د دوی ډېر پرسونل د دفترونو پرځای په ساحو کې وی. خوګیاڼی هم ټینګار کوی چې تل یې پر ټاکلی وخت خپلې دندې ته ځان حاضر کړی، هغه ادعا چې د ترلاسه شویو څېړنو برعکس ده.
د دغې څېړنې د موندنو له مخې د دولتی ملکی ادارو ډېر رئیسان د وخت په فساد کې ښکېل دی، چې کړنې یې پر آمرینو او مامورینو هم خپل سیوری غوړولی دی.
د ننګرهار له ولایتی ادارې څخه مو هم ځینې شکایتونه ترلاسه کړی وو، چې کارکوونکی یې پر وخت دندو ته نه حاضریږی.
ولایتی اداره کې مو د یاد کاری فساد په اړه موضوع د ولایت له ویاند عطاءالله خوګیاڼی، د بشری منابعو رئیس احمد ضیاء عبدالزی، د ولایت د مرستیال سکرتر نعمان بشریار او د ولایت له مالی او اداری مرستیال ببرک میاخېل سره شریکه کړه، خو له ډلې یې یو هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
د وخت فساد د مخنیوی په برخه کې انګېرنې دادی چې الکترونیکی حاضری او د ولایت په کچه د رئیسانو د څارنې لپاره د یو بې پرې پلاوی ټاکل کولی شی، د دولتی ملکی یا نورو ادارو او ریاستونو کې د وخت فساد په اړه شته اندېښنو او نیمګړتیاوو په مخنیوی کې اغېزمن رول ولوبوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.