کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت مشر د سترې محکمې له رییس او د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلی، چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل کړی.
د راپور پر بنسټ، نوموړی ویلی، دا چې له پخوا راهیسې په افغانستان کې محاکم قبالې په کاغذی بڼه ورکوی، نو اوس دې ستره محکمه هم د قبالو وېش په کاغذی بڼه پیل کړی.
د ده په خبره د برېښنایی قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې وځنډیږی، تر څو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وی جوړ شوی.
د یادونې وړ ده چې د قبالو د توزیع په اړه د سرپرست حکومت د مشر لارښوونه د سترې محکمې د دارالانشاء عمومی ریاست لخوا د هېواد ټولو محاکمو ته استول شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ