کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د روسی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد شمال لوېدیځ کې د پېسکوف ښار پر هوایی ډګر ډرون برید شوی دی.
روسی رسنیو ویلی، چې په دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځی ترانسپورتی الوتکو ته زیان اوښتی دی.
تر دې وړاندې د پېسکوف سیمه ییز والی ویلی و، چې پوځ دغه برید شنډ کړی دی.
هغه پر ټېلېګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پراخه اورلګېدنه په کې ښکاری او د یوې چاودنې غږ هم په کې اورېدل کیږی.
پېسکوف د اوکراین له پولې شاوخوا ۶ سوه کیلومتره واټن لری او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.
اوکراین تر اوسه په دغه برید کې خپله ښکېلتیا نه ده تایید کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ