د افغانیو ارزښت د ډالرو په مقابل کې نور هم لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو په تېرو لسو ورځو کې ۴۲ میلیونه امریکایی ډالره لیلام کړی دی.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان بانک له خوا د ډالرو په دې لیلام سره د پیسو د تبادلو په مارکېټونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.
نن په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۷۷ افغانۍ او ۱۰ پوله تبادله کېده، چې دا د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو تر ټولو ښه بیه ګڼل کیږی.
بل لور بیا ولسی وګړی نیوکه کوی چې د افغانیو ارزښت لوړېدو سربېره هم د توکو نرخونه د پخوا پشان ثابت پاتی او ارزانښت په کې نه دی راغلی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.