په دولتی ادارو کې د فساد له امله د ننګرهار زرګونه لوستی ځوانان بې کاره دی

په دولتی ادارو کې د فساد له امله د ننګرهار زرګونه لوستی ځوانان بې کاره دی

راپور: شریف الله شهزاد

په ننګرهار ولایت کې یو زیات شمېر هغه ځوانان چې په بېلابېلو پوهنځیو کې یې زده کړې بشپړې کړې، وزګار دی او تور لګوی چې په دولتی دستګاه کې فساد د دوی د وزګارتیا لامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال په ننګرهار کې له بېلابېلو خصوصی او دولتی پوهنتونونو څخه د هېواد د ختیځو ولایتونو شا او خوا شپږزره تنه محصلین په مختلفو رشتو کې فارغیږی، خو دولت د دغو کسانو د جذب په برخه کې پاتی راغلی دی.
جواد چې د ننګرهار پوهنتون د ښوونی او روزنی پوهنځی څخه فارغ دی او د دندې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی د دې ټولو ستونزو اصلی عامل حکومت ګڼی او وایی چې د دندې د پیداکولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دی خو بیا هم د دندو په اخیستلو نه توانیږو.
نوموړی وایی: “دلته یو سیسټم دی، که ستا نه د رشوت اخیستلو مستقیما غوښتنه ونکړی، نو ځینې لارې چارې دی، چی تا مجبوروی تر څو رشوت ورکړې، ډېری ځوانان چې په ډېرو سختیو سره یی لیسانس تکمیل کړی، وړتیا لری، استعداد لری، کله چې د هغوی څخه د رشوت غوښتنه کېږی نو هغوی خپلو هیلو ته نه رسېږی، زما په شمول د زرګونو ځوانانو څخه د رشوت اخیستلو غوښتنه شوې تر څو دنده ورکړی.”
د جواد په وینا په حکومت کې فساد، د کاری فرصتونو کموالی او پر واک کې د یوې ځانګړې کړۍ شتون د دې لامل شوی چې دولتی پوستونو کې واسطه لرونکی کسان په دندو ګومارل شوی چې له وجې یی ورځ تر بلې زموږ په هېواد کې ستونزی زیاتیږی.
بل خوا د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست دا منی چې په ننګرهارکې ډېر شمېر لوستی او نا لوستی ځوانان بې کاره دی خو دا چې د دغو ځوانانو تعداد څومره دی د کره شمېر په اړه یې خبر نلری. دوی وایی پدې اړه یوې څېړنې او سروې ته اړتیا ده چې په ننګرهار ولایت کې څومره ځوانان بې کاره دی او دا سروې به په راتلونکې کې به د دې ریاست له لورې تر سره شی.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار د برخې امر انجینیر رسول ګل(فقیر) وایی بیکاری یوه هېواد شموله مسأله ده چې په ټول هېواد کې ترې خلګ ځورېږی، نوموړی زیاتوی چې د دولت کم تشکیل د دې لامل شوی چې زیات شمېر ځوانان بیکاره پاتې او بهرنیو هېوادونو ته په تګ مجبوره شی. ښاغلی فقیر وایی چې تر اوسه پورې د کاری فرصتونو د ایجاد لپاره کوم پلان نلری.
ښاغلی فقیر وایی چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ننګرهار ولایت کې کار او ټولنیزو چارو ریاست ۸۷۱ تنو کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار د قانون له مخې د کار جواز ورکړی، چی له ډلې یی په لوړو زده کړو وزارت کې ۱۱۶ تنو نارینه او ۱۳ تنه ښځینه وو ته، د مسلکی تعلیماتو په ریاست کې ۹ تنو نارینه او دوه تنو ښځینوو ته، د غیر مسلکی تعلیماتو په ریاست کې اته تنو نارینه او یوې مېرمنې ته مو کار جوازونه ورکړی دی.
نوموړی همدا راز وایی په خصوصی سکتور کې یی هم ۳۴۶ تنو نارینه او ۱۲۱ ښځینو ته د کار جوازونه ورکړی دی.
بل اړخ ته د ختیځ زون د ځوانانو د ملی یووالی ټولنې ویاند فضل الله واحدی وایی: د یوې سروې له مخې په هېواد کې نهه میلیونه وګړی د کار شرایطو ته برابر دی خو حکومت یې په استخدام کې پاتې راغلی دی.
نوموړی زیاتوی چې کارموندنه په افغانستان کې له زده کړو هم ستونزمن کار دی او حکومت یې له دومره امکاناتو سره د استخدام په پروسه کې پاتې راغلی، ځکه یوازې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې حکومت (۶۵۰۰) وګړو ته د کار زمینه برابره کړې په داسې حال کې چې هر کال لسګونه زره ځوانان د لوړو زدکړو څخه فارغیږی او د فراغت سند لاس په لاس په اداراتو ګرځی چې که کار پیدا کړی.
سمیع الله احمدی د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو سرپرست آمر د ځوانانو بیکارۍ منی خو وایی چې دوی ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې خپلی هڅې کړی دی. نوموړی وایی: د ځوانانو تر منځ د همغږۍ د راوستلو او د دوی د ظرفیت لوړونې لپاره ورکشاپونه لرو، چی هره ورځ د لسو څخه تر پینځه لسو پورې نارینه او ښځینه پکې برخه اخلی)).
د نوموړی پر وینا تر اوسه پورې یی ډېر ځوانان په روغتونونو، ښوونځیو او انسټیټیوټونو کې په دندو ګمارلی دی، همدارنګه د لیسانس ځوانانو د بیکارۍ د کمولو لپاره یی د مؤسساتو د رئیسانو او انسټیټیوټونو رئیسانو سره لیدلی تر څو په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړی.
سمیع الله حیات چې د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو سرپرست آمر دی وایی په خپل مسلک کې د ځوانانو کم ظرفیت هم د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه لوړه شی. نوموړی زیاتوی چې ډېر داسې ځوانان شته چې تش په نوم له پوهنتون څخه فارغیږی او له فراغت وروسته بیا د دندې تر سره کولو وړتیا هم نلری.
عابدالله واثق چې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ننګرهار پوهنتون د ښوونی او روزنی پوهنځی د ارواپوهنې څانګې څخه فارغ شوی، نوموړی چې اوس مهال د یوې ادارې سره په روانی او ټولنیزه برخه کې کار کوی وایی چې: د پوهنتون نصاب مو په داسې شکل جوړ شوی چې د کار له بازار سره هېڅ اړخ نه لګوی، زمونږ د پوهنتون نصاب په هغه کچه یو ځوان نشی روزلی په کومه کچه چې د کار بازار د یو ځوان څخه طمعه لری.
نوموړی زیاتوی په دولتی ادارو کې موجوده بیروکراسی او د وړتیا او استعداد پر ځای د اړیکو پر اساس استخدام د دې لامل شوی، چې اکثریت ځوانان بې دندو پاتی شی.
بل لور ته د ننګرهار پوهنتون مسؤولین چې هر کال ترې په زرګونه ځوانان له بېلابېلو څانګو فارغیږی ادعا کوی چې دوی د څلور کلنو زده کړو په پای کې د دې پوهنتون محصلین بېلابېلو ادارو ته ور پېژنی تر څو په عملی برخو کې یی ستونزې راکمې او د کار بازار د اړتیا مطابق محصلین وروزی.
د ننګرهار پوهنتون رئیس دوکتور خلیل احمد بهسودوال په دې اړه وایی: “د هر محصل د تحصیلی دورې په وروستی کال کې محصلین په عام ډول د هېواد ټولو اداراتو ته او خاصتاً ننګرهار ولایت مختلفو ریاستونو ته د عملی زده کړو لپاره معرفې کوو ځکه ننګرهار پوهنتون له اکثرو ذیدخلو ریاستونو سره رسمی توامیتونه لری.”
نوموړی وایی د ننګرهار ولایت د اداری اصلاحاتو ریاست لخوا مو د ورځنیو او شپنیو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو د محصلینو لپاره د کار موندنې سیمینارونه جوړ کړی دی، چې زمونږ محصلین هلته هم د کارموندنې مهارتونه زده کوی.
ښاغلی بهسودوال زیاتوی چې دننه په ننګرهار پوهنتون کې د محصلانو د انسجام آمریت تر چتر لاندې، د وروستی کال محصلانو ته د کارموندنې مختلف خدمات وړاندی کېږی.
د ننګرهار پوهنتون د رئیس په خبره چې د حقوقو پوهنځی حقوقی کلینیک هم د عملی کار او ظرفیت لوړونې په برخه کې خدمات وړاندی کوی او د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځی په خپل چوکاټ کې یو کادری روغتون لری چې د طب پوهنځی د محصلینو د عملی زده کړو لپاره زمینه سازی کوی او داسې نور.
نوموړی همدا راز زیاتوی چې د ننګرهار پوهنتون د شپږو پوهنځیو نصاب نوی شوی او د کاری بازار سره اړوند مسایل پکې په نظر کی نیول شوی دی، او د پاتې پوهنځیو نصاب هم د لوړو زده کړو په وزارت کې تر کار لاندې دی، چې په راتلونکې کال کې به دا هم نوی شی.
له دې ټولو سره سره د لیسانس دورې څخه د فارغو ځوانانو د بې کار‎ۍ د له منځه وړلو لپاره د دولت له اړخه د یوې ځانګړې تګلارې نه شتون، د استخدام په پروسه کې د ځوانانو څخه د پیسو اخیستل، اداری بیروکراسی او د مسلکی کادرونو نه په سالمه توګه نه روزل، هغه څه دی چې د یادو ټولو ستونزو اساس ګڼل کېږی، ځوانان وایی که چېرې یادو شویو برخو ته د حل لاره و نه موندل شی د ځوانانو ستونزی به له دې هم زیاتی شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.