کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۹ مه نېټه):
د کهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د امنیې قومندانۍ اړوند تروریزم سره د مبارزې مدیریت له لوري د دایمیرداد، مرکز بهسودو، جلریز او جغتو ولسوالیو کې یې یو لړ وسلې او مهمات نیولي دي.
د خبر پربنسټ، په دغه نیول شویو وسلو کې آته میله کلاشینکوف، یو راکېټ، یوه تفنګچه او یو عراده موټرسایکل شامل دي.
مسوولینو د یادو وسلو او مهماتو په تړاو د کوم چا د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
هېره دې نۀ وي چې تر دې وړاندې هم د دې ولایت په مختلفو برخو کې مسوولینو د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیول کېدو خبرونه ورکړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/