د سره صلیب نړیواله کمېټه نن د ۲۵ روغتونونو مسوولیت روغتیا وزارت ته سپاری

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی، چې سر له نن څخه افغانستان کې د ۲۵ روغتونونو د مالی لګښتونو د برابرولو مسوولیت عامې روغتیا وزارت ته سپاری.
د راپور پر بنسټ، دغه بنسټ به له دې وروسته په افغانستان کې د روغتیایی کارکوونکو معاشونه او د دغو روغتونونو لګښتونه نه پرې کوی.
د سره صلیب کمېټې له روغتونونو سره د دغو مرستو د پرې کېدو لامل د خپلې بودیجې کمښت بللی.
په ورته مهال یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړی، چې د هېواد له روغتیایی برخو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.