نېکلسن د عربی اماراتو استازو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن ویلی، چې په بروکسل کې یې د متحده عربی اماراتو له سفیر محمد السهلاوی سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړی.
د راپور پر بنسټ نیکلسن ویلی، په دې کتنه کې د ټولو افغانانو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو، په حکومت کې د بېلابېلو کسانو د مشارکت او د افغانانو د اقتصاد په اړه بحث شوی دی.
نیکلسن زیاته کړې، چې اروپایی ټولنه او متحد عربی امارات به په دې برخو کې د زمینو د برابرو لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړی.
د بلجیم لپاره د متحد عربی اماراتو سفیر هم په یوه بیانیه کې ویلی دی، چې هېواد به یې له اروپایی ټولنې سره له نږدې همکاری کوی، چې د افغانانو ملاتړ وکړی او افغان مېرمنې خپل بنسټیز حقونه ترلاسه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.