بهر ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلی، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.
د خبر پر بنسټ دغه وزارت ویلی، چې هېواد کې د زعفرانو د بوټی د دودېدو لپاره ۲ سوه کروندوګرو ته روزنه هم ورکړل شوې ده.
د کرنې وزارت زیاته کړې، هڅې روانې دی چې د دغه بوټی کرکېله نورو ولایتونو ته هم وغځول شی.
د کرنې وزارت په خبره د افغانستان د زعفرانو په نوم یې د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادراتو مخه نیولې ده.
بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې د افغانستان زعفران په نورو هېوادونو کې ښه بازار لری او باید د دغه بوټی صادرات په منظم ډول دوام ومومی.
د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، هند، امریکا، اسپانیا، هالنډ اسټرالیا او مراکش ته ۵۱ زره کیلو ګرامه زعفران صادر کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.