د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکی به روانه زیږدیز میاشت نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلی او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړی، چې د اوکراین لپاره جوړیږی.
دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازی فرید خوخا تېره ورځ خبریالانو ته کړې ده.
البانیا د سپټمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړو د شورا مهالنۍ مشری کوی.
تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپټمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې برخه واخلی.
ټاکل شوې چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا دا غونډه د سپټمبر په شلمه نېټه جوړه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.