معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدلي

د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې افغانستان ته د دوی د استازي د سفر موخه د سرپرست حکومت د چارواکو هڅول دي، څو نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د نجونو او ښځو د کار مخه ونه نیسي.
د خبر پر بنسټ، د اسلامي همکاریو سازمان په راپور کې راغلي، چې د سرپرست حکومت له استازو سره په اسلام کې تحمل او زغم، اعتدال، د نجونو تعلیم او د ښځو کار او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې ډېرې مهمې دي.
د دغه سازمان پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته راغلی او له یوشمیر افغان عالمانو، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او یوشمیر نورو چارواکو سره یې کتلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس