هېواد کې د اوبو د کنټرول لپاره په ۱۳۷ پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا وزارت وایی، هېواد کې د روانو اوبو د کنټرول لپاره د بندونو ۴۱۱ پروژې چې د پنځه کلونو لپاره پلان شوی، له ډلې یې د ۱۳۷ پروژو چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت چارواکو ویلی، چې په دغو پروژو کې د شاه توت بند، للندر، د سروبی بند دوهم فاز، باغدره او شاوعروس بند بشپړېدل شامل دی، چې د کابل ولایت د خلکو اړتیاوې پوره کولی شی.
بلخوا د دغه وزارت ویاند ویلی، چې د شاوعر وس بند د پروژې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې چارې به یې تر راتلونکی کاله پورې بشپړې شی.
د کارپوهانو په اند هېواد کې د اوبو د چارو تنظیم د هېواد د کرنې او انرژۍ د سکټورونو له ودې سره مرسته کولی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.