معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک نن یکشنبه ۱۳ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک نن یکشنبه ۱۳ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۲ مه نېټه):
د دغې بانک مسوولینو ویلي، چې نن یکشنبه به د داوطلبۍ له لارې ۱۳ میلیونه امریکایي ډالره لیلام کړي.
د افغانستان بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د دغه اندازه ډالر هره اونۍ یو یا دوه وار د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه لیلام ته وړاندې کیږي، چې دې وروستیو کې یې پر مټ د افغانیو ارزښت د ډالرو په مقابل کې لوړ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس