وروسته له ۱۲ کالو د پلخمری نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د نساجیو ریاست مسوولینو ویلی، چې د پلخمری نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د بهرنیو انجینرانو او د یادې دستګاه د فنی کارکوونکو له لوری پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان د نساجیو عمومی رییس بغلان ته د سفر او د یادې دستګاه د بیارغونې چارو د پیل په مراسمو کې وویل، چې څلوېښت کلنې جګړې او د ترمیم په برخه کې بې غوری د دې لامل شوې وه، چې د یادې فابریکې ماشینونه له کاره لوېدلی او په اوسپنې بدل شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د یادې فابریکې په بیارغونې او ترمیم سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینې د برابرېدو ترڅنګ د البسې په برخه کې د یو شمېر دولتی ادارو اړتیاوې پوره شی.
په ورته وخت کې د پلخمری نساجۍ فابریکې فنی مرستیال وایی، چې د یادې فابریکې د بیارغونې چارو په پیل کېدو سره به دمګړۍ شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شی او د بیارغونې چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.