کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی، چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکایی ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموی.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان مرکزی بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وی غوښتی، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکی باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی. مرکزی بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمی تسویې ته اجازه نه ورکول کیږی او د داوطلبۍ ګټونکی به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدی ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ