کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اداری مرستیال د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلو اعلان په مراسمو کې وویل، چې سږ کال د کانکور ازموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوی نه دی.
د ده په خبره ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځیو کې جذب شوی دی.
نوموړی وویل، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا ۲۰ زره کډونوال د کانکور په ازموینه کې زیات شوی وو.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲کال د کانکور ازموینه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه پیل شوه چې د وږی په درېیمه پای ته ورسېده. په دغه ازموینه کې ۹۵ زره هلکانو ګډون کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ