د غور له منار جام څخه له سلو زیاتو بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلی، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۰۷ تنه بهرنیو سېلانیانو د دغه ولایت له منار جام څخه لیدنه کړې.
د راپور پر بنسټ د یاد ریاست مشر ویلی، دغه سېلانیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ورغلی او د منار جام ترڅنګ یې د دغه ولایت له نورو سیمو څخه هم لیدنه کړې ده.
د نوموړی په خبره اوسمهال یې په دغه ولایت کې د سېلانیانو لپاره د پام وړ امکانات برابر کړی او له دغې لارې یې عواید هم زیات شوی دی.
د معلوماتو له مخې په غور ولایت کې څه د پاسه ۶ سوه تاریخی او لرغونې ابدې شته، چې ۳۷۰ یې د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګی میراثونو د ساتنې په مدیریت کې ثبت او راجسټر دی او پاتې نور به یې د معلوماتو له راټولولو وروسته ثبت شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.